يو ناڅاپه له يوې قوي چاودنې سره ، غېږ – غېږ لنبې پو
ته شوې، موټر هوا ته جګ شو او بيا د سړک ترغاړې را پرېوت .
ورپسې له نږدې باغه څو تنه را ووتل ، د ما
يندارو خولې يې موټر ته سيخ کړې .
وسلوالو مخ په موټر منډې وهلې ، د ټوپکو له شپېليو يې سور اور بادېده او له هر
ز سره يې د ( الله اکبر ) شعارونه ورکول .
له جوماته مو ورمنډه کړه ، د پوليسو شين رنجر موټر غلبيل
– غلبيل شوى و، چلونکي يې پر اشترنګ سر اېښـي و او يو بل، موټر نه لاندې په وينو کې لاس او پښې وهلې .
د هغه
ونډې ورو –ورو خوځېدلې خو دغږ پر ځاى ترې وينه راوتله.
سر مو ورنږدې کړ ، خو يواځې د ( اشهد ان لا اله ....) مبا
که کلمه مو تر نيمايي واورېده او نور يې روح والوت .
د تلې ١٢ مه ، کابل