مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-10-24   مخپرونکئ : عُمر واحديار

عجيبه قضاوت

محمدنعمان دوست


دوه سپيان خوا په خوا په ځمکه خلم پراته و. د پښو په منځ کې يې هډوکي نيولي او پرې خوڼېدل. 
 لږ وړاندې دوه ځوانان يو بل ته ، سره – سره کېدل، له ښکنځلو خبره تېره شوه، لاس او ګريوان شول . 
د دواړو له خولو او پوزو وينې روانې شوې ، خو لا ساړه شوي نه وو او هماغه شان يې يو پر بل باندې وارونه کول.
 دريم ګړى ترمنځ شو، په څه خوارۍ يې سره جلا کړل.
 په قهر يې وويل : سپيان خو نه يي چې په خپ و کې جنګونه کوئ ؟
 سپيانو يو بل ته وکتلې ، سرونه يې وښورول شايد ويلي وي چې انسانان هم عجيبه قضاوت کوي!!  

 
کابل ، د لړم دوهمه

 numandost75@yahoo.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery