مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-11-18   مخپرونکئ : عُمر واحديار

زړه خوږى

محمد نعمان دوست، کابل


د اوسنيو جنګي ډلو په بې رحميو مو خبرې کولې . چاويل :  القاعده او طا بان  ډېر ظالمان دي ،  په ژوندوني له خلکو سرونه غوڅوي .
 خلک په دار ځړوي ، په بمونو يې الوځوي ، تښتوي يې او ...
 يوه  بل غږ کړ :  که  حقيقت نه تېر نه شو امريکايان هم ترې کم نه دي ، خداى مو د هغوى ه ظلمه ساته ، په طالبانو او القاعده خو شکر وباسئ .
 همدا امريکا ده چې ټولې نړۍ ته يې اور بل کړى دى ،  د ټولې دنيا امنيت هم دوى خراب کړى .
په مجلس کې ناست امريکايي پوځي چې تر دې دمه غلى و ،  يو دم تک سور واوښت  او خوله يې پرانيسته :
 هسې زموږ د پوځيانو نوم بد دى ، کېداى شي زموږ ځينې پوځيان بې رحمه وي ، خو ېرى نور بيا ښه زړه خوږي دي .
 و ګورئ !
 پرون زموږ يوه ملګري يو تنکي ځوان د تروريست په شک په  ما ينداره وويشت ، خو کله چې نږدې ورغى د هغه په بکسه کې بمونه ، نه  بلکې د ښونځي کتابونه و .
  ځوان هماغه ان په وينو کې لاس او پښې وهلې ، خو زموږ پوځي ترې موټر روان کړ   قسم دى که بل ډز يې پرې کړي وي .


د تلې ٢٣ مه
 Numandost75@yahoo.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery