مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-01-09   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

امانت

وحيد توحيدي

هغه پر ما ميينه وه خو زما د مينې ريښې د هغې بلې سره غزيدلې وې ، ما ورسره مينه کوله لکه سپيڅلې اروح ، لکه جنتي حوره او لکه سپينه ملغلره ..........

خو هغې به هر کله داسې هيلې کولې
اې کاش چې ما سترګې درلودلاى تر څو چې مې ته ليدلاى شواى او تا ته مې خپله مينه ځارولى ................ اى کاش

هوکې
د هغې هيله تر سره شوه او سترګې يې نورې ړندې نه وې ، خو کله چې يې خپلې سترګې وغړولې نو په لومړي ځل يې زه ړوند وليدم ،هغې ه مانه هر څه واخيستل زړه ، مينه او ...................خو ما د تلو په وخت کې ورباندې غږ کړ !
هى .....ګوره !
هر چرته چې ځې ځه خو زما په امانت به پام کوې چې درنه خرابې نه شي ..............

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery