مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-03-13   مخپرونکئ : عُمر واحديار

دصلحي د پسرلي په انتظا ر

ولي شاه طبيب/کندهار


ستا د راتلو په انتظار کي شپي او ورځي شميرو.
ته کله زم وږ ټاتوبي ته راځي؟
دي پلو ته راتاو سه، اي پسرليه.
وايي ستاسره خوشحالي،ارامي ،هوسايي اوسمسورتيا ملګري وي ، بلبلان او بوراګاني ستا سره جوړه روان وي اوپه خپلو زړه راکښونکو نغموسره ویروونکي چوپتيا ماتوي ، نو بيا څه له دي خوانه راګرزي ؟
وګوره دلته هرڅه بل ډول دي ،وراني ډيره ده ،زړونه مات دي خوشحالۍ او ارامي ددي دياره کوچ کړی دي ، راسه پسرليه دي خاوريني او مصیبت ځپلي ورشو ته راسه .
دلته اوس هم دتوپک په خوله خبري کیږ ي ، دتوي سوي وينو سوړ بوي پوزي له راځي .
راسه پسرليه ستا زړه وړنکو وږموته ډيره اړتياده .
دلته اوهلته نوي هديري جوړي سويدي ،زرغوني جنډي پري ولاړي دي اودنوي جوړسوو قبروشاوخواکي زړه بوډي دخپل نازولي ځوانيمرګ زوی د کونډي سره په سلګو سلګوژاړي ،یتيم ماشوم په چوتياسره دقبر په تيګو لوبي کوي .
دلته ژوند يوتصادف دی خو وژنه هره شيبه ممکنه ده .
مخ په وړاندي غبار اوتروږمي ده څه نه ښکاري ، اي دصلحي پسرليه راسه اودروښنايي ډک وزرونه پردي خوا  راوغوړوه .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery