مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-03-23   مخپرونکئ : عُمر واحديار

افتتاح

محمد نعمان دوست

ليکه خلک ولاړ و ، يو تن چې نيکټايي په غاړه کې ټالۍ وهلې له چاکليټو او شي ينو ډک پتنوس په لاس کې نيولى و او  مخکې وروسته کېده .
 مخامخ يو سره پټۍ بنده وه، رييس صاحب  چې تورې عينکې يې  تندي ته پورته کړې وې ،  تازه يې له خولې سګرټ وغورځو او له نورو رامخکې شو :
حاضرينو !
هميشه د موسسو او انجوګانو  په فعاليتونو نيوکې کېږي ، يو شور ګډ دى چې انجوګانو وطن لوټ کړ ، د ملت په نوم راغلې  پيسې يې وخوړې او ...
هغه ، چې په سترګو کې يې د غرور خندا ښکاره شوه ، مخامخ پټۍ ته يې  لاس ونيو :
 نن موږ   د يوه  داسې پول پرانيسته کوو ، چې زموږ د کارکونکيو په بېسارو هلو ځلو جوړ شوى دى ، په دغه شان پُلونو خامخا په زرګونو ډالر لګېږي .
 هغه څنګ ته ولاړ کس نه لويه قيچي راواخيسته ، راټول کسان يې پټۍ ته نږدې اوبلل .
قيچي په پټۍ خوله ښخه کړه ،  پرې شوه او بيا داسې لاسونه وپړکېدل لکه د ٢١ مې پېړۍ له کومې نوې اخت اع  چې پرده پورته شوې وي .
 يو ولاړ سپين ږيري غږ کړل : رييس صاحب ! په دې پول به يواځې موږ تګ راتګ کوو ،  که د موټرو زور هم لري ؟ 
 رييس په غرور وويل : ټانګ خو پرې تېر کړئ  !  او بيا له همدې خبرې س ه  يې   خپل موټروان ته اشاره وکړه .
کروزين  ورو- ورو را روان شو، غره هار يې  د لاسونو په پړکا کې ورک و ، چې کله يې مخکيني ټايرونه پله ته ورسېدل   پول ولړزېد ، د سمټو ټوټې او کاڼي ترې را ولوېدل موټر وان ترې خيز کړ  .
 راغلو کسانو لاسونه په سترګو کېښودل او رييس صاحب د سيند په څپو کې خپل موټر ته حيرانې – حيرانې کتلې .
  يادښت : په دغه ليکنه نظر ورکړئ !
Numandost75@yahoo.com 
کابل, د وري څلورمه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery