دخپریدو نیټه : 2008-03-30 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
خوښه مو نه ده !؟
محمد نعمان دوست ، کابل
څو ورځې وړاندې د هېواد د شمالي او سويلي ځوانانو ترمنځ
د فوټبال سيالي وه .
د غه سيالۍ د تخار په مرکز تالقان ښار کې په لاره اچول شوې وه ، په سياليو کې کوربه
لې خپلې هلمندۍ سيالې ډلې څخه ميدان وګټه .
سميع الله ، د تخار د لوبډلې يو ځوان دى چې د دوه ګولونو په
وهلو سره يې خپله ډله بريالۍ کړه .
خو سميع الله د ځينو سياسي او تنظيمي ځوانانو په څېر نه دى او تراوسه
يې زړه او دماغ ته د تعصب زهر نه دي رسېدلي .
هغه نه پوښتنه وشوه چې له برياليتوبه وروسته څه احساسوې ؟
پوهېږئ ، د سميع الله ځواب څه و !؟
هغه وويل :
د امهمه نه ده چې موږ له هلمنديانو لوبه
وګټله، دا ګټل هيڅ ارزښت نه لري . تر ټولو مهمه داده چې هلمنديانو وروڼو موږ سره په يوه ميدان په خوشحالۍ
وبه وکړه .
سميع الله ، ته له هلمنديانو سره ګډه لوبه ډېره لويه خبره ښـکاري . هغه ويني چې د دې هېواد قومونه د
څو شومو څېرو او ډلو ټپلو له خوا ټوټه _ ټوټه شوي دي .
اوس د همدغو ډلو او ټپلو له شامته زموږ تخا
يانو ته هلمنديان او هلمنديانو ته تخاريان ، پنجشيريانو ته کندهاريان او کندها
يانو ته پنجشيريان او ... پردي ښکاري .
د سميع الله له خبرو ښکاري چې عام ولس په خپل منځ کې کومه ستونزه
نه لري ، هغوى د يوبل له ليدو نه خوند اخلي خو څوک شته چې دوى خپلو کې مينې ته نه پرېږدي .
دغه ( څوک ) د
خپلو شخصي ګټو لپاره عام ولس سره جنګوي ، وژني يې ،معيوبه کوي يې ، په دښمنيو او تربګنيو يې اړوي خو خپله
سوداګري جاري ساتي .
راځئ ! په ځان ورحمېږو دغه ( څوک ) پيدا کړوو ، خپل غچ ترې واخلو او وړاندې له دې چې م
وږ تباه کړي مونږ يې له منځه يوسوو .
خوښه مونه ده
؟؟؟