مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-08-28   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

خیر او خیرت دی( طنز)

محمود نظري

 خیر اوخیرت دی

لیکوال: محمود نظري

زما خبریال م لګري له رییس څخه وپوښتل:

  دا شرم نه دی چې په کوچنیانو تیر ی ډیر شوی او کوونکی ته يې  جزا نه ورکول کیږی؟

 ريیس سور اوشین شو او څه يې ونه ویل

ما خپل انډیوال ته وویل: دا دی د رییس صیب څخه   ډیره مشکله پوښتنه و کړه!

زموږ څنګ ته ناست سړي موږ ته په غوڅ ډول  وویل :خیر او خیرت دی هغه په شرم - م م نه پوهیږي

هغه بیا  وپوښتل :ددې بې ګناهو خلکو په وژلو  ستاسو د وجدان میږی نه راوښیږي؟

هغه بیا دیخوا  هاخوا  وکتل ،غومبوري يې لکه افلاطون وپړسیدل  او څه يې ونه ویل

ما خپل انډیوال ته وویل: دا دی د رییس صیب څخه  ښه پوښتنه ونه کړه ډیره سنګینه وه!

زموږ څنګ ته ناست سړي بیا په غوڅ ډول وویل :خیر او خیرت دی هغه وجدان – مجدان  نه لري

 زما ملګري بیا له هغه نه وپوښتل :آیادا ملک ا طوایفی بې غیرتي نه ده ؟

دهغه شونډان سره ولاړل او سترګې يې کوچنی شوی لکه پوه چې د ناه پوه نه د ځان ژغورو و لپاره وایي سلام  ده وموسل

ما خپل انډیوال ته وویل: بیا  دی د رییس صیب څخه  ښه پوښتنه ونه کړه!

زموږ څنګ ته ناست سړی و وویل: خیر او خیرت دی هغه غیرت – میرت نه لر ي

بیا می کرار شا ته وکتل او په ژورناليستی جرت  مې بیا د رییس صیب څخه  وپوښتل:

دا د ومره بمباردکیږی تاسو چوپ یاست ستاسو سنګدان نه  ځوریږي؟

هغه لکه په موږ چې ډرۍ وهي  سر وښوروه او ولاړ سو

ما خپل انډیوال ته وویل: دا دی د رییس صیب څخه  ښه پوښتنه ونه کړه هغه خوابدی سو!

زموږ څنګ ته ناست سړی بیا  په غوڅ ډول وویل: خیر او خیرت دی هغه سنګدان – منګدان   نه لر ي

ما ددې نابلد ناست سړی ددې غوڅ خبرو اوجرات  ته  ګوټه په خوله نیولې وه  نو د هغه  نه مې په هېښتیا وپوښتل : تاسو څوک یاست صیب؟

هغه وویل:

زه  دهغه  انجینر یم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery