په دوبۍ کي میشت افغان
سوداګر د قمبر څلور لاري پر سر دمیشتو هلمندي کډوالو سره د۲۰۰۰ درهمو مرسته وکړه . وروسته ترهغه چي
بېنوا انټرنیټ پاڼي د یو هلمندي کډوال خبرخپور کړ چي له ډیره غریبي څخه ئې خپل اولادونه لیلامۍ ته وړاندي کول
زموږ یو شمیر بهرمیشتو افغان کډوالو خپل تر وسه دمرستي لاسونه د بېنوا انټرنیټ پاڼي له لاري د کابل تر ټولو بې
وزله پښتنو پوري چي د ژمي په ډیره سړه هوا کي شپې سباکوي راوغزول . چي په دې لړ کي زموږ یو پښتنې خور چي د
کڼړ اوسیدونکې ده او اوس په ناروې کي ژوندکوي ، همدا راز یو بل افغان ورور مير عر ب شاه چمتو چي په ډنمارک کي
ژوند کوي او یو شمیر نورو له استرلیا ، پراګ او امریکا څخه تر خپل وسه نغدي مرستي بېنوا پآڼي ته رالیږلي دي او
اوس دادی زموږ دغه افغان ورور په دوبۍ کي د خپل انساني عاطفې لمخي ددغو کډوالو سره نغدي مرسته رالیږلې ده چي
د رواني اونۍ د چهار شنبې په ورځ به په اړمنو کورنیو وویشل شي .
د یادولو وړ ده چي په دغه کیمپ کي تر ۷۷۰
زیاتي کورنۍ د سختي یخنۍ ا وسړې هوا له کبله هره ورځ د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي .
که چیري تاسي خپلي مرستي �
�الیږل غواړی او یا په دې هکله معلومات مو په کار وي زموږ سره پر دې پته اړیکي ټنګولای شی :
USA Phone #
+1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
AFG Phone # +93 786 909000
AFG Phone # +93 70 0043967
دبهرڅخه د مرستو رالیږولو لپاره لاندي پته وکاروي
Bank Name : Afghan United Bank
address
: AUB Building Zarghona Maidan, Shahrenaw, Kabul Afghanistan
Acc No: 200401
Acc Name
: Khalid Hadi
Swift : AFGUAFKA