دخپریدو نیټه : 2009-01-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
افغانستان په کرکټ کې ارجنټاين ته ماتې ورکړه
ACB
د ٢٠١١ زېږديزکال د کرکټ
د نړيوال جام د تياريو په لړ کې افغانستان کوربه هېواد ارجنټاين ته ماتې ورکړه .
د کرکټ ملي لوبډله د
٠١١ زېږديزکال د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي د درېيم پړاو په سياليو کې چې د ارجنټاين په پلازمينه بيونس
ايرس کې ترسره کوي، ګډون کړى دى.
د افغانستان ملي لوبډله لومړۍ لوبه وکړه او له ټاکل شويو ٥٠ اورونو مخکې ( په
٤٨) اوور کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٣ منډې جوړې کړې .
د افغانستان له لوري يواځې احمدشاه ښه وځلېد ، هغه ٤٤ او
شفيق الله شفق ٢٤ منډې جوړې کړې . ،.د افغانستان ټوله لوبډله په ١٦٤ منډو وسوځېدله .
دافغانستان د ملي لوبډلې
کپتان نوروز منګل هانګ کانګ سره د سستې له امله له دوو سياليو څخه ګوښه کړى شوى ، چې ددې کار له امله پر
افغان لوبغاړو فشار زيات شوى و
د ارجنټاين ټوله لوبډله په ٤٨ اوورونو کې له ١٤٥منډو جوړېدو سره وسوځېد
ه او دغه راز دغه لوبه افغانستان په ١٩ منډو وګټله .
احمدشاه چې په منډو جوړولو کې ښه ځلېدلى و، په با
نګ کې هم ښه وځلېد او درې تنه مخالف لوبغاړي يې وسوځاوه.
حميد حسن ، محمد نبي او سميع الله شينواري هم د مخالفو
لوبغاړو په سوځولو کې مهم رول ولوباوه.
د افغانستان دکرکټ بورډ رييس الله داد نوري دافغانستان په دې بريا
ټولو هېواد ته والو ته مبارکي وويله او د لوبغاړو يې ستاينه وکړه.
نن په نورو سياليو کې پاپوا نيوګيني يوګن
ا او هانګ کانګ د کيمان ټاپوګانو ته ماتې ورکړه .
يوګنډا ددې سياليو په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړې
وه.، او افغانستان وړمه ورځ هانګ کانګ ته ماتې ورکړه.
د ارجنټاين په سياليو کې د افغانستان په ګډون شپږ
هېوادونه، هانګ کانګ، يوګنډا، ارجنټاين، پي اين جي، او جزاير کيمان برخه لري .
که افغانستان د درېيم پړاو
پاى لوبې ته لاره پيدا کړي، د غوراوي لومړي پړاو ته لاره پيدا کوي، چېرته به چې ١٢ هېوادونه ګډون وکړي او له دغو
١٢ هېوادونو څخه به څلور هېوادونه د ٢٠١١ زېږديز کال په نړيوال جام کې ګډون کوي .
د يادونې وړده چې دافغانستان
دکرکټ ملي لوبډلې د غوراوي په پنځم او څلورم پړاو کې اتلولۍ ترلاسه او درېيم پړاو ته يې لاره موندلې وه.