مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-15   مخپرونکئ : 050 - دبېنوا خبریال - کابل

(پوليټکل ساينس ته يوه کتنه) کتاب چاپ سو

پوليټکل ساينس ته يوه کتنه د مايکل راسکين، رابرت کورډ، جېمز ميډيورس او والټر جونز ګډ اثر دئ، چي له انګرېزۍ څخه د پښتو ژبي مبتکر او تکړه ليکوال او مترجم ښاغ ي ډاکټر محمدصديق ظهير په پښتو ژبه ژباړلى دئ او په دې وروستيو کي په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني لخوا په ١٩٤ مخونو کي په ښکلې قطع او صحافت سره چاپ سوى دئ.

دغه کتاب په ديارلسو فصلونو کي د سياست د علم او تيورۍ په باب ډېر معلوماتي او تيوريک مبحثونه لري، دغه راز د حقوقي سسټمونو او د حکومتونو د تشکيل او وېش په باب هم علمي ابحاث لري، چي لوستنه يې د معلوماتو پر خزانه اضافه راولي.

د پښتو علمي ترجمو په لړ کي دا کتاب له هغو آثارو څخه ګڼل کېږي، چي په علمي او اکاډيميک لحاظ پوره وزن لري، چي له بده مرغه پښتو ژبي ته د دغسي علمي آثارو ترجمه ډېره لږ سوې او کېږ ي.

پر دغه کتاب ښاغلي استاد محمدمعصوم هوتک او خپله مترجم (ډاکتر ظهير) هم سريزي کښلي دي.
ښاغلى اکتر صديق ظهير د امريکا په متحده اضلاعو کي د پردېسۍ ژوند کوي، چي د استاد هوتک په قول يې، په افغانستان کي د ديموکراسۍ تر لسيزي وړاندي او وروسته په پښتو ژبه قلم چلاوه او ډېري علمي، ادبي او سياسي ليکني يې په طلوع افغان او کندهار مجله کي د څلوېښتمي لسيزي په گڼو کي خپرې سوي دي.

دغه کتاب په کندهار، کابل او کوټه کي پر اندي ادرسونو تر لاسه کېدلاى سي:

 

کندهار :

علامه رشاد خپرندويه ټو نه

تليفون : ۰۷۰۰۳۲٦۰۱۱

m_rohyal2006@hotmail.com      

 

ارګ بازا

ټول کتاب پلورونکي

 

کوټه :

صحاف نشراتي مؤسسه - کاسي رو

تليفون : ۰۰۹۲۸۱۲٦٦۴۲۳٦

 

مکتبه قاسميه - کاسي روډ

تليفون : ۰۰۹۲۳۲۱۸۱۱۳۰۳۸

 

کابل :

علامه حبيبي کتاب پلورنځی

جمهوريت روغتون ته مخامخ، د مصطفی هوټل څنګ ته

تليفون : ۰۷۹۹۷۰۵۱۵۱ - ۰۷۰۰۲۸۹۵۷۷

 

شرکت کتاب شاه محمد

صدارت څلور لاري

تليفون : ۰۷۰۰۲۹۴۲۷۷ - ۰۷۸٦۰۰۱۵٦۹

 

بهزاد کتاب فرو ي

د کوچه ګلها څنګ ته، نوی ښار

تليفون : ۰۷۹۹۳۲۹ ۹۳ - ۰۷۷۷۳۲۹۰۹۳

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery