د تركيې
په پلازمېنه انقره كې د افغان محصلينو لخوا د ستر رحمان بابا په مزار باندې د ب
يد د غندولو په اړه يوه پرتمينه غونډه جوړه شوه.
غونډه د قرانكريم د څو
مباركو ايتونو په تلاوت او د هيواد د ملي سرود په غږولو سره پيل شوه.
د غونډې په
پيل كې د رحمان بابا د ژوند او افكارو په اړه يوه مقاله ولوستل شوه. و
وسته ويناوالو د خپلو ويناو په ترڅ كې د بابا په مزار باندې ترسره شوى ب
يد وغنده او د اړوندو چارواكو نه ېې وغوښتل چې د پېښې عاملين د قانون منګلو
ته وسپاري. همداراز د غونډې په ترڅ كې يو شمير ګډونوالو خپل شعرونه هم واورول. د غونډې
د پاى په شېبو كې په افغانستان، پښتونخوا او د نړۍ په يو زيات شمېر هيوادونو كې د مي
تو پښتنو او فرهنګي ټولنو لخوا ليږل شوي پيغامونه او مننليكونه ولوستل شول. غونډه د ګ
ونوالو لخوا د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره پاى ته ورسيده. په اعلاميه كې راغلي
دي چې د پښتنو د تاريخ او كلتور دښمنانو يو ځل بيا خپله ناولې څېره وښودله او دا ځل ېې زموږ
د ژونديو سياسي او ملي مشرانو پر ځاى د يو داسې شخصيت پر مزار بريد وكړ چې د خپل
ژوند او افكارو په ړنا كې ېې ټول بشريت سولې او ورورولۍ ته رابللى دى. نوموړى
بدنام بريد نه يواځې د ستر رحمان بابا شخصيت او افكارو ته زيان نشي رسولى بلكه د
پښتنو په زړونو كې به د نوموړي مينه نوره هم زياته كړي. همداراز په اعلاميه كې د
لراو بر پښتنو نه د ملي ارزښتونو د ساتلو به برخه كې د هلو ځلو هيله شوې ده.
په
غونډه كې د افغانستان، پښتونخوا او اروپا نه د راغلو مېلمنو سربېره د تركېې په بيلابېلو ښارونو
كې په زده كړه بوختو لسګونو افغاني محصلينو ګډون كړى وو.
د يادولو وړ ده چې د تركېې په
څېر هېواد كې د افغاني محصلينو لخوا د راز راز ستونزو سره سره او د هېڅ ډول مادي او معنوي
امكاناتو پرته د نوموړې غونډې جوړول يو بې سارى عمل دى.
دا لومړى ځل دى چې په تركيه كې د افغاني
محصلينو لخوا هر اړخيزه فرهنګي غونډه جوړيږي.