د کرکټ په هغو سیالیو کې چې د ۲۰۱۱ کال
نړیوالو سیالیو ته د غوراوي په موخه اوس د سویلي افریقا په جوهانزبرګ ښار کې رواني دي نن افغانستان په پرله پسې
ډول خپل دویم حریف ته ماتي ورکړه.
افغانستان نن له برمودا هیواد سره لوبه درلوده چې د پچې تر
ګټلو وروسته افغانستان د منډو جوړولو لپاره پیل وکړ او په ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو ۲۳۹ منډي
جوړي کړې او برمودا ته یې ۲۴۰ منډي هدف وټاکي
د منډو په جوړولو کې د پرونۍ لوبې ستوري کریم صادق
چې د افغانستان د لوبډلې مرستیال کپتان هم دی ۸۳ منډي جوړي کړي همدارنګه کپتان نوروز منګل هم منډې تر اویاوو
واړولې او پدې ډول دواړه ښه وځلیدل .
برمودا لوبغاړو ټاکل سوي هدف ته د رسېدلو زیاتي هڅې وکړي
او یوه لوبغاړي خو یې تر ۶۸ پوري منډي جوړي کړي خو وروسته یې نور لوبغاړي ژر ژر به یو بل پسې د افغان تکړه بال
انو سمیع الله شېنواری او حمید حسن له خوا وسوځول سول او د حریفي لوبډلې لوبغاړو ته د منډو جوړولو چانس و
نکړ.
پدې لوبه کې سمیع الله شینواری ۴ او حمید حسن ۳ د برمودا لوبغاړي اوټ کړل
په پای کې د ۴۹اورونو په ترڅ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو سره د برمودا لوبډله وتوانېدله چې د ۲۴۰ من
و له جملې ۱۷۸ منډې جوړي کړي او افغانستان لوبه په ۶۳منډو وګټله
تېره ورځ افغانستان له
ډنمارک څخه هم د کرکټ سیالي ګټلې وه
سبا د جمعې په ورځ افغانستان لوبه نلری او د استراحت ورځ
ده او دشنبې په ورځ ټاکل سوې چې د افغانستان لوبډله به د هالنډ له خورا قوي لوبډلې سره لوبیږي که څه هم ویل
کیږی چې د هالنډ لوبډله غښتلې ده خو د افغانستان دوه سر پر سر بري به د افغان لوبغاړو روحیه لوړه
کړي