دمبايل له لاری بانکی خدمتونه (ام- پيسه )
ليکوال: محمداسلام ياري
دمبايل له لاري بانکي خدمتونه(رپوټ)
داهغه نوی تکنالوژی ده چی دمبايل
په وسيله هر څوک کولی شی چې خپلی پيسې په خوندی، چټکه ، اقتصادی او اسانه توګه د يوځای نه بل ځای ته
اويا خپل کورنی ته ولیږې ، خپلو کارکووونکوته د معاشونه په ورکولو ، خپل حساب کښی کريدت ډيرولو
او کوچنیو سوداګرانوته د پورونو په اداء کولو کې پرته له دې چې خپل وخت ضايع کړی ډيرو ګټه واخلی او خپلې
پيسی د سفر پرمهال په خپل ګرځنده ټيلفونوکی خوندی وساتی .
او په هغه هيوادنو کښی چی د برښنا، ګاز او اوبو
سيستمونه کمپيوتری دی کولی شی چی بی لدی چی خپل وخت دبانکونه ترشا په اوږدو قطارونه کی ضايع کړی دخپل
د ګرځنده ټیلفون څخه ددی نوښت پوسيله بلونه په مستقيمه توګه بانک ته تحويل کړی .
او (ام-پيسه )
په نړيواله کچه د مبايل لاری دبرياليو بانکی خدمتونه دجملی څخه دی چی هيڅ ډول بانکی جوړښت ته اړتيانه لری
.
که چيری پيرودونکوته د لنډ ليکلی پيغام له لاری د پيسو ليږدول ستونزمن ښکاري نودهغه پیرودونکو لپاره چې د
سواد کچه یې کمه ده غږيږ سيستم په پام کې نیول شویدې .
دا نوښت دلومړی ځل لپاره د کينياپه هيواد کی مینځ
ته راغلی چی نن سبا د شپږو ميليونو ځخه زيات پيرودونکی اويا هم ګته اخيستونکی لری چی دا خدمتونه په ډیر
چټکی اوموثريت سره مخ په خپريدو دی . اوافغانستان دوهم هيواد دی چی ددی نوی تکنالوژی نه د روشن د کمپنی سره چې
د مخابراتو په ډکر کې تر ټولو مخکښه مخابراتې کمپنۍ ده ګټه اخیستلې شی ځکه چی زمونږ په هيواد کښی ۹۷ په س
وکی وګړو ته دمبايل له لاری بانکی خدمتونه چمتو کوی.