مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-06-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ( يوه لپه اوبه) په نوم د لنډوکيسو ټولګه چاپ شوه

ذهين


د ځوان شاعر او ليکوال  محمد حکيم بشارت د (يوه لپه اوبه) تر سرليک لاندې په پښتو ژبه د لنډو کيسو ټولګه  ل چاپه راووته .

د لنډو کيسو دغه ټولګه، چې رنګه پښتۍ او ٥٣ مخونو لري، بشارت خپل مشر ورور   عارف ننګيار نااشنا ته ډالۍ کړې ده .
د ( يوه لپه اوبه) په نامه د بشارت دغه کتاب د سپوږمۍ رسنيز او کولتوري مرکز په مالي لګښت په ښه صحافت  س ه  په کابل کې د دانش  په چاپخونه کې  چاپ شوى دى .
په دې کتاب کې ټولې ١٠ لنډې کيسې ځاى کړل شوي، چې وستونکى ترې د لوستلو پر مهال ډېر خوند اخلي او حقيقت ته  نږدې برېښي .

ددې کتاب دلنډو کيسو څخه يې د شګې جومات، تر بڼو لاندې، غمى، قفسي زندانيان او د اوښکې څلى ونړېد، ډېرې خوندورې دي .

د کتاب سريزه دکتاب  دليکوال له خوا ليکل شوې او نذير احمد سهار پرې هم ليکنه کړې ده ، چې په يوه برخه کې يې راغلي دي : ((دغه يوه لپه اوبو ته که پوره ځير شئ، نو د ولس د ژوند بېلا بېل اړخونه، ناخوالې او نورې  شته ستونزې به په کې ووينئ. ))
د ب ارت په باور، ولس له درې لسيزو راهيسې د تراژېديو په درياب کې لاس او پښې وهي، د مرستې غږونه کوي، خو څوک دغه غږ نه اوري او يا ورته لاس نه ورکوي .

  هغه پژواک خبري اژانس ته وويل  :(( ما په دې اثر کې هڅه کړې، تر څو لوستونکي خپل انساني مسووليت ته متوجه شي او دهمنوعو دسوکالۍ په لټه کې شي . ))


٣٢ کلن حکيم بشارت له تې و شپږو کلونو راهيسې په پژواک خبري اژانس کې د  اېډېټر په توګه کار کوي .
هغه (په پښتو شفاهي ادبياتو کې د ښځو ونډه) تر سرليک لاندې او (د هند يونليک) په نومونو دوه نور اثرونه هم لري، چې چاپ ته سترګې په لاره دي .

ب ارت ددې ترڅنګ يو شمېر مجلو، ورځپاڼو او وېبپاڼو ته په بېلا بېلو موضوعاتوهم  ليکنې کوي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery