مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-07   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

کمپیوټر د ځوانو هلکانو جنسي ځواک کموي(رپوټ)

لپ ټاپ کمپیوټر  د ځوانو هلکانو جنسي ځواک کموي

میرویس جلالزی


د یوې تازه څيړني پایلو ښولي چې د لپ ټاپ یا د ځنګنو د سر د کمپيوټر ډير استعمال په نارینه وو کې د جنسي قوې د کمزورتیا لامل ګرځي.

د امریکې د "لویالا" د پوهنتون څیړونکو له یوه څو کلن تحقیق وروسته وموندله چې که څه هم د ځوانانو لپاره تر یوه  وخته دا مسله  چې ایا کله به هم یو پ ار وي که څنګه چندان مهمه نه ده،  خو ځوانان باید په دې پوه شي چې د ځوانۍ پر مهال د ځنګنو پر سر د لپ ټاپ کم پيوتر ایښودل او په ټوله کې د دغه ډول کمپيوټرونو ډير استعمال د دې لامل ګرځي چې په راتلونکي کې د هغوي د پلار کیدو مخه ونیسي او د هغوي سپرمونه په تدریجي ډول له مینځه یوسي.


سپرم هغو ژونکو ( حجرو)  ته ویل کیږې چې په نارینه وو کې موجودي  دي او د ښځي له اوم ژونکو سره د یو ځای کیدو په صورت کې د  القا عملیه صورت نیسي.

د" لویالا" د پوهنتون ریس پروفیسور "سوزان کاویک"  وویل: (( نن صبا د ځوان کول (نسل)  تر مینځ د لپ ټاپ کمپیوټرونو استعمال په یوه عادت او فیشن بدل شوی خو هغوي تر اوسه نه پوهیږي چې یو کوچنی لپ ټاپ کمپیوټر د دوي روغتیا او د بدن اورګانیزم  ته څومره لوی او نه جبرانیدونکی زیان رسولی شي)).


پروفیسور کاویک وایې، هغه ګرمه هوا چې د لپ ټاپ کمپیوټر د استفادې پر مهال تولیدیږي، د ځوانو هلکانو سپرم ژونکي په تدریجې ډول ه فعالیت څخه غورځوي چې پایلی یې ناوړه دي)).


دغه ډاکټر توصیه کوي چې په قطعي توګه باید لپ ټاپ کمپیوټر په ځنګنو او یا د بدن په بله برخه کښينښودل شي دا ځکه چې د سپرم سربیره د بدن نورو ژونکو ته هم زیان رسونکی دی.


پروفیسور " سوزان کاویک" په دغه تحقیق کې دا هم ثابته کړي چې که چیرته یو کس له لپ ټاپ کمپیوټر څخه استفاده کوي نو هغه باید د هغه د نوم ( لپ ټاپ)  خلاف په داسي ځای کې کیږدي چې له بدن سره یې تماس و نه لري او که چیرته د کمپیوټر کارونکی مجبور وي چې لپ ټاپ په خپلو ځنګنو کیږدي نو باید په خپلو ځنګنو باندي بالښت او یا بل کوم داسی شی کیږدي چې لپ ټاپ پرې د هغه له بدن سره له اړیکي څه لري وساتل شي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery