نتکۍ
ایډیټ: جلالزی
د
افغانستان د المپیک د ملې کمیټې ریس محمد ظاهر اخبر تیره ورځ په یوه رسمي سفر د پنجشیر ولایت ته ورسید او دغلته
یې د ورزشي پرمختګونو جاج واخیست.
نوموړي پنجشیر ولایت د هیواد په کچه د ورزشکارانو د قرنطین لپاره یو
مناسب ځای په ګوتو کړ او د دغه ولایت ورزش پاله خلک یې وستایل.
په هغه مراسمو کې چې پنجشیر ته د ښاغلي اخبر
د ورتګ په موخه جوړ کړای شوي وو په دغه ولایت کې د امریکې د ولایتي بیارغاوني د ډلي مشر هم ګډون درلود.
نوموړي په پنجشیر کې د ورزشکارانو سره د زیاتو مرسته ژمنه وکړه او هغوي یې وهڅول چې له دغې لاري د سولې پیغام
ونه خپلو نورو هیوادوالو ته ورسوي.