میرویس جلالزی
د افغانستان د بایسکیل
زغلولو د ملي ټیم دری تنه ښځینه لوبغاړې د جنوبي آسیا د نجونو د بایسکیل رغلولو سیالۍ کې د ګډون په موخه بنګ
دیش هیواد ته ورسیدي.
په دغو سیالیو کې د بنګلدیشن، پاکستان هند، سریلانکا، نیپال او بوتان هیوادونو
ښځینه بایسکیل زغلونکي برخه لري.
د بایسکیل رغلولو د فدراسیون ریس محمد صادق صادقي د وینا له مخې چې په
دغو سیالیو کې د ګډون لپاره له شلو افغانو نجونو آزموینه واخیستل شوه چې دری تنه یې بریالی شوی تر څو په دغو
نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره غوره شي.
بنفشه صادقي، نرګس فروغ او آرزو امید هغه افغاني نجوني دي چې په
دغو سیالیو کې برخه اخلي او غواړي چې خپل هیواد ته مډالونه راوړي.