مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-01   مخپرونکئ : 041 - دبېنوا خبریال - کابل

د بركتونو مياشت

محمد نعمان دوست
د ملي بانک مخ  ته  يوه سپين سرې ميرمن وچې شونډې کړوپه ملا ناسته ده ، د هغې ترشا بانک دى ، چې په ميليونونه پانګه په کې ده او مخامخ يې  کابل -  سرينا هوټل دى چې په لسګونو ډوله  خواړه په کې تيارېږي .

 خو د ميرمنې مخ ته په وېړ پلاستيک يواځې څو افغانۍ پرتې دي  او د هغې  شونډې له ولږې سپېرې اوښتې دي .  

 د هغې څنګ ته وړه ماشومه ناسته ده ، د سر ويښتان يې جړ بړ دي او  له  شلېدلي ګريوان څخه يې  پښتۍ  داسې ښکاري لکه ايکسرې  عکس ته چې ګورې .

 ماشومه وږې ده ، لاسونه يې پر زنګنو ايښي دي ،  هر لاروي ته سترګې اړوي را اړوي ، خو په دې د چا نظر نه پرېوځي .  

 د مېرمنې مرۍ  په خوارۍ  ښکته پورته کېږي  او  له سپېرو شونډو يې د الله سپيڅلى  نوم  را پورته کېږي  .

 هغه ،  هر را روان  لاروى تر هغې څاري ترڅو يې  له مخې تېر شي .

 دوه جوړه سره او سپين کسان را روان دي او په غاړو کې يې   پراته نيکټيان   ټالۍ وهي .

 هغوى په خپلو کې خبرې کوي ، يو وايي :

 رښتيا چې روژه د برکتونو مياشت وي ، چې ماښام شي دسترخوان ډک شي ، حيران پاتې يم چې اول څه ته لاس کړم ؟  

 ميرمنې ،  ددې خبرې په اورېدو خپلې وږۍ  لمسۍ   او بيا يې په مخ کې غوړولي پلاستيک ته چې ايله د يوې وچې ډوډۍ پيسې پرې  پرتې وې وکتلې او بيايې سر پر زنګنو کېښود  .

                                                                                                                  

                                                                                                            محمد نعمان دوست ، کابل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery