میرویس جلالزی
د افغانستان د کرکیټ د تنکیو ځوانانو لوبډلې د کاناډا په تورنتو ښار کې د خپلو سیالیو په دوام له امریکې وروسته خپل بل رقیب یوګاندا په ګونډو کړ.
افغان لوبغاړې په خپل دغه بري سرته د دې جوګه شول چې د ۲۰۱۰ کال د کرکیټ په نړیوالو سیالیو کې د ګډون موکه تر لاسه کړي.
له تورنتو څخه د بینوا ویب پاڼې همکارې وویل چې د یوګاندا کرکیټ بازانو په ۴۹ هاورونو کې ۱۷۲ منډي جوړې کړې او ټول لوبغاړې یې وسوځیدل.
په دغې لوبه کې د افغان لوبډلي څخه ایوب احمدزی ډیر ښه وځلید او د نورو په پرتله یې ډیري منډي جوړي کړي.
د یادولو وړ ده چې افغان لوبډلې له دې دمخه د امریکې، هانک کانګ او یو شمیر نورو هیوادونو د کرکیټ لوبډلو ته هم ماتې ورکړي وه.