مرسته
|
دپاڼي نقشه
|
ننوتل
کورپاڼه
اسلام ا ومذهب
دکلام الله پښتو تفسیر
نبوي احادیث او شرحه
ستاسي سوالونه زموږجوابونه
اسلامي لارښووني
اسلامي اخلاق او تربيه
مذهبي ليکني
بريښنايي کتابتون
دپښتو ژبي اړوند کتابونه
سياسي او ټولنيز کتابونه
شعري او تيوري کتابونه
ناولونه او کيسه يز کتابونه
دتاريخ څيړنيز کتابونه
اسلامي او مذهبي کتابونه
بېلابېل پښتو کتابونه
کلتور - ادبیات
پښتو شعرونه
لنډي کيسې
طنزونه او ادبي ټوټې
پښتو لنډۍ
پښتو متلونه
هنري معلومات
نوي چاپي اثار
دنړۍ عجايب پېښي
نومیالي
ملي او تل پاته څهرې
لیکوالان
دبېنوا دکال غوره لیکوال
ژورنالیستان
موسیقي - ږغونه
موسیقي
شعرونه په ږغ کي
لنډي کيسې په ږغ کي
پښتو ساده نغمې
کمپيوټر
کمپيوټر پوهنه
تخنيکي ستونزي او حل لاري
دکمپيوټر اړوند خبرونه
پښتو سيسټم(Download)
پښتو ليکبڼي (Fonts)
Microsoft Pashto Update
له 98 څه XPته اړول
ستاسي نظرونه
ارشيف
دخبرونو ارشيف
ليکني او شنني
مرکې او ګزارشونه
نړيوال مطبوعاتوته کتنه
دعلمي څېړنو ارشيف
خبرتياوي اواعلانونه
ساینس او روغتیا
بدني روزنه (سپورټ)
زموږ په اړه - اړیکي
بېنوا - Benawa Network
دبېنوا پاڼي کلیزي
دبېنوا تجارتي کړنلاره
دبېنوا پاڼي تګلاره
زموږ سره اړیکي
دخپریدو نیټه : 2005-06-14 م
خپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ظالمه پېشو
امين عادل ــ وردګ
اوږده تار تار خيرن برېتونه، تنګې تنګې شنې سترګې او ببر وېښتان يې وو، دا هغه پېشو وه، چې د يوې تورې خونې په كونج كې به پرته وه، ځان به يې د خونې سردار باله، ددې ظالمانه چلند او تكبر په ريښتيا هم، چې نورې پېشوګانې او ټول موږكان وېرول، نن دا ببره پېشو ځان ته ډېره خنتمه تر كندو لاندې چورت وړې پرته وه، يو ناڅاپه دوړې پرې را پرېوتې، چې ددې د سختې غوسې او كلك غبرګون لامل يې شوې، سوګند يې وكړ، چې تر هغه به ځان پاك نه كړي، چې له مجرم نه يې خپل غچ نه وي اخيستى، دې خبر په يوه شېبه كې د ټولو پېشوګانو او موږكانو د زړونو دروازې وټكولې، په پټه ټول خوشاله، خو په ښكاره تردې ډېر خپه، قهرمن او پر مجرم سخت غوسه ښكارپدل، پېشو ته يې په ډېره عاجزانه لهجه تسليت وركړ او د حوصلې غوښتونكي يې شول، پر مجرم يې لعنت ووايه، هريوه ويل:"كه مجرم پيدا شو لومړى به موږ خپله غوسه پرې سړه وو، ځكه ستا بې احترامي زموږ ټولو توهين دى".
ټولو په يوه خوله وويل: ټوله ملامتي په چت كې اوسېدونكي موږك كې ده، له هغه نه بايد سملاسي غچ واخستل شي، بايد بې قيد او شرطه خپل ځان لويې پېشو ته ملامت وښيي، ځان ورته وسپاري اوخپله جزا وګالي اوكه نه نو ټول چت بايد ونړول شي، د چت موږك بيابيا ويل:"زه مجرم نه يم، جرم خپله پېشو كې دى، هسې موږ ته پلمه لټوي، د خپلې خېټې غمه خوري...دې پېشو څوك آرام پرېښودي دي؟...د دښمنانو شمېره يې له خپلو وېښتو نه هم زياته ده".
لويه پېشو و غړمبېده او په قهرجنه لهجه يې وويل: په منډه ځان وسپاره او كه نه خير به دې نه وي، د سترګو په رپ كې به دې ونغرم (قورت كړم)، مجرم موږك، چې له پخوا راهيسې خپله مكاره دښمنه پېژنده اود داسې ورځې راتله يې له پخوانه يقينې بلل، نو خپل ځان يې چمتو كړى وو، ژور غارونه يې كيندلي وو او د خپلې خوراكې تابيا يې هم نيولې وه، نو په ډاګه يې پېشو ته وويل:"هېڅ نه درنه وېرېږم، لاس دې خلاص او توره دې په لاس".
دا خبره د لويې پېشو لپاره د سپكاوي لوى ګوزار وو، يو دم ورته له پاسه شوه، ژر ژر يې د غارونو خرودل او سپړل پيل كړل، په تونده لهجه يې خپل ګواښ بيا بيا تكرار كړ:"ترڅو مې چې غچ نه وي اخيستى، ځان به پاك نه كړم!"، په چمبو، منګولو، نوكانو او ان په خوله يې نړول كول، ډېره هڅه يې وكړه، چې مجرم ته خپل درس وركړي، خو موږك خدايزده چېرې ننوتى و، شپه او ورځ لګيا و، نوكان يې مات، منګولې، پښې او ان شونډې يې وسولېدې او وينې شوې، خو مجرم تېري تم نه وو، موږك له يو نا معلوم ځاى نه را نارې كړې، چې ځان مړ هم كړې ما به ونه مومې، ټولې ملګرې پېشوګانې د لويې پېشو په كې حضور مشرفي شوې او ويې ويل:"مخكې خو يوازې سپېره او په دوړو شوې وې، اوس خو دې په لوى لاس ځان ټپي ټپي كړ، كه مجرم پيدا شو او بيا خپله غوسه پرې سړه كړې دا به يوازې ستا د سپېره كېدوغچ وي، د دې ستړيا او ټپونو غچ به څنګه كوې او له چانه به يې اخلې؟ نو راځه دوړې به دې پاكې شي، داسې نه چې ټول سر ونه بايلې".
۲۰۰۱\۱۰\۲۰
تازه پورته سوي ...
نانسي میس: طالبان دي یوه ترورستي ډلې په توګه وپیژندل سی
هند افغانانو ته د ویزې ورکولو لړۍ پيل کړې
فغانستان کې پر رسنیو فشار او د خبریالانو ګواښل ډېر شوي
په درو میاشتو کي پنځه نیم لکه افغانانو هیواد پریښی دی
رمضان بشردوست : چارواکو نه یم بندي کړی
څیړونکی ، تاریخپوه او لیکوال همیش خلیل ومړ
په کندهار کي د ماشومانو اختطافونه زیات سوي دي
دپټهانز ( پښتا نه ) دکتاب انګریز لیکوال او تار یخپوه
روزګان ولایت ته د نورو ولایاتو سیلانیان زیات سوی
افغانستان کي بزګران وائې حاصلات لري خو بازار نسته
افغان ملي ویاړونه
دلوی افغانستان ملي قایدستر احمدشاه بابا
ملي مشراوسترمبارز الحاج میرویس خان نیکه
دتوري او قلم نومیالی سترپښتون خوشحال خان
داصفهان بریمن نومیالی افغان شا محمود(هوتک)
ملي اتل غازي وزیرمحمد اکبرخان
دافغانستان ځواک اوپاچا جوړونکی وزیرفتح خان
دخپلواکۍ ګټونکئ غازي شاه امان الله خان
دمیوندحماسه او دکارنامو مېرمن ملاله پېغله
پرافغانستان مين، اتل شهيدمحمددواد خان
Answer Machine : + 1 (518) 5577770
--
USA Tel : +1 20 38 202020
--
AFG Tel : + 93 (786) 909000
--
Director Email : khalid_hadi@hotmail.com
--
Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
کورپاڼه
|
اسلام
|
کتابتون
|
ادبیات
|
موسیقي
|
نظرونه
|
ارشیف
|
اړیکي
Home
|
Islam
|
Library
|
Music
|
Guest Book
|
Archive
|
Contact Us
Benawa.com
Copyright © 2004-2018 All Rights Reserved Powered by:
Benawa Network
Design by: Khalid Hadi Hiadery
Policy
|
site map
|
Advertising with us
|
About us
|
Help