میرویس جلالزی
د افغانستان د مویتاې لوبي یوه تکړه لوبغاړي نجیب الله سخي زاده د ۷۴ هیوادونو د مویتای کارانو په ډله کې د ۶۳ کیلوګرامه وزن په رده کې د سرو زور مډال خپل کړ.
سخي زاده لومړی هغه افغان مویتای کار دی چې د افغانستان ملي سرود یې د نړۍ د ۷۴ هیوادونو د لوبغاړو په کتار کې سر ته کړ او په داسي حال کې چې د قهرمانۍ په سکو ولاړ وو د افغانستان شین، سور او تور بیرغ یې په نړیواله کچه کین او ښې لوري ته ورپاوه.
نوموړی په دې وتوانید چې د مویتای نړیوالو سیالیو په وروستۍ ورځ خپل کاناډايی او هندي سیالان له مخې لري کړي او د سرو زورو مډال خپل هیواد ته راوړي.