مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-12-17   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

زابل : ځوانان په ورزشي برخو کي هيڅ ډول امکانات نه لري

احمد لودين

په زابل ولايت کي ځوانان دنوموړي ولايت پر ورزشي امريت نيوکي کوي چي د ورزش په برخه کي په خپله دنده کي پآتي راغلي دي او ځوانانو ته يي لازم امکانات نه دي برابر کړي .
دوي وايي په زابل ولايت کي دفوټبال او نورو لوبو کول دپاره ورته ميدانونه نه دي جوړ سوي ، ددي ولايت ورزشي امريت ورته دورزشي روزني دپاره زمينه نه ده برابره کړي او نه يي په خپل دفتر کي ورته لازم کار کړي دي .
نوموړي ځوانان غوښتنه کوي چي دوي ته دي په ورزشي برخو کي لازمي اسانتياوي برابري سي څو دنورو ولايتونو په شان د دوي ورزش هم پرمختګ وکړي .
د زابل ولايت د ځوانانو دا نيوکي او غوښتني مو دهمدي ولايت د ورزشي امريت د امر محمدويس عزيز سره شريکي کړي هغه د نوموړو ځوانانو دانيوکي پر ځاي وبللي او زياته يي کړه چي د دورزشي ميدانونو د جوړيدو دپاره ځمکه او د ورزشي برخو د پرمختګ دپاره امکانات نه لري ده وويل چي له دي وروسته د يادو ستونزو  دله منځه وړلو دپاره يي  د ولايت مقام  په مشوره نوي پلانونه جوړ کړي دي .
زابل ولايت دهيواد په سهيلي سيمه کي هغه ولايت دي چي ځوانان يي دنورو ستونزو تر څنګ د ورزش په برخه کي هم لازم امکانات نه لري .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery