عزمت علي
د افغانستان د نونلس کلنو ځوانانو کريکټ لوبډله نړيوالو لوبو ته د چمتووالي په امتحاني سياليو کې ایرلنډ ته په ګونډو شوه.
دغه لوبې چې په نىوزلىند کې ترسره کېږي، افغانستان خپله لومړۍ منډې وکړې، چې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ایرلنډ ته د ٢٢١ منډو هدف وټاکه .
د افغانستان له لورې تر ټولو ډېرې منډې حشمت شهيدي وکړې، ده په ٨٥ توپونو ٩١ منډې وکړې چې ١٢ څلورېزې او يوه شپږىزه په کې شامله ده .
د افغانستان د کريکټ د ملي ټيم کوچ تاج ملوک علم، حشمت شهيدي د کريکټ نابغه بولي داسې چې د ده په خبره په عمر خام خو په کريکټ کې ډېر پوخ دى .
اىرلنډ د افغانستان له لورې ورکړل شوى هدف يوازې د دريو لوبغاړو به سوځېدو ترلاسه کړ،يوه ايرلينډي لوبغاړي ١٠٨ منډې وکړي .