میرویس جلالزی
ټاکل شوي چې ډیر ژر په ننګرهار ولایت کې د هغه لوبغالي د جوړیدو عملي کار پیل شي چې په اتیا جریبه ځمکه کې په جلال آباد ښار کې د جوړیدو په درشل کې دی.
د دغه سټډیوم د جوړولو چاري د جدې میاشتې په دیرشمه نیټه د ملي المپیک د کميتې د مشر ظاهر اخبر له لوري پرانیستل شوې.
په دغه لوبغالې به دوه ملیونه امریکایي ډالر لګښت راشي چې د ملي المپیک د کميټې له پراختیایې بودجې څخه ورکول کیږي.
د یوه مناسب لوبغالې نه شتون هغه ستونزه وه چې ډیری ننګرهاري ورزشکاران تر نن ورځي پوري ورسره لاس او ګریوان دي.