شهلا - تورنتو
ایډیټ: جلالزی
د ژمني المپیک د پیل څو ساعته دمخه د المپیک ډیوه چې زر ګونه کیلومتره لاره یې وهلي وه د کاناډا وانکور ښار ته را ورسیده.
ټاکل شوي چې د نن ورځي په نیمایې کې د افغانستان په وخت د کاناډا په وانکور ښار کې د ژمني المپیک لوبي پیل شي.
د المپیک ډیوه د ۴۵ زرو کیلومترو واټن په وهلو سره هغه سټډیوم ته ورسیده چې پکې به دغه سیالۍ پیلیږي.