میرویس جلالزی
په کابل کې د هیواد د غوره موی تای کارانو د غوره کولو لپاره په زړه پوري سیالۍ چې د ملي المپیک د کميتې او د دغې لوبې د فدراسیون له خوا په لاره اچول شوي وي تر سره شوې.
مویتای کراټې ته ورته رزمي لوبه ده چې په ۱۳۸۵ کال کې یې رسماً فدراسیون د ملي المپک د کميټې په چوکاټ کې ثبت شو.
د دغه فدراسیون چارواکي وایې چې د افغانستان په کچه د غوره او تکړه موی تای کارانو د غوراوي څخه یې موخه په نړیوالو سیالیو کې افغانستان ته په دغه لوبه کې د ښو لاس ته راوړنو حاصلول دي.
ویل کیږي چې افغان موی تای کارانو تر اوسه پوري په نړیواله کچه په دغه لوبه کې د سرو، سپینو او برونزو یو یو مډال ګټلی دی.