جلالزی
د افغانستان د بوکسینګ د فدراسیون دوه تنو سوک وهونکو نړیوالو سیالیو ته د ګډون حق تر لاسه کړ.
ویل کیږي چې دغه دوه افغان بوکسران د آلمان په هامبورګ کې اوسیږي او تیره شپه یې په ویاړ د افغانستان بیرغ په هامبورګ کې د هغوي د پلویانو له لوري آسمان ته لوړ کړای شو.
حمید رحیمي او محمد علي رسولي د چک هیواد د سوک وهونکو پر وړاندي تر بریالي توب وروسته دا چانس تر لاسه کړ چې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
حمید رحیمي د ۷۲ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې خپل چکی سیال په دوهم رونډ کې ناک اوټ کړ.
دوهم افغان بوکسر د ۸۱ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې ورته بریا تر لاسه کړه.