مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

Reuters: د پاکستان ISI طالبانو ته پیسې ورکوې

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


سرچینه: د رویټرز خبري آژانس
یو  تازه رپوټ چې د طالبانو له یو شمیر مشرانو سره د مرکو پر اساس د لندن د اقتصادي زدکړو له مرکز LSI     څخه خپور شوی وایې چې د پاکستان استخباراتي اداره له طالبانو سره مالې او نورې لازمې مرستي کوي.

 په رپوټ کې راغلي چې د پاکستان دغه اداره  په افغانستان کې  طالبانو ته پیسې، روزنه او امنیتي مرستې برابروي او دغه مرستې یې د پخوا په پرتله ډیري پراخي دي.
دلندن د اقتصادي زدکړو مرکز په خپل دغه راپور کې وایې چې ښایې پاکستان په خپل دغه کار سره غواړي  په افغانستان کې د هند مخ پر زیاتیدونکي نفوذ کم کړي.

LSI   دغه راپور په افغانستان کې د طالبانو له نهو مشرانو سره د روان کال د فبرورۍ او مې میاشتې تر منځ برابر کړی او هغوي ویلي چې له افغاني طالبانو سره مرسته د پاکستان داستخباراتي ادارې رسمې پالیسي ده.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې د پاکستان ولسمشراصف علي زرداري هم د روان کال په لومړیو کې په خپل هیواد کې له جګپوړو طالب بندیانو سره کتلي او باور کېږي چې ده هغوی ته د خلاصون او د دوی له پوځي عملیاتو سره د مرستې ژمنه ورکړې ده او دا د دې ښکاره ثبوت دی چې د پاکستان ملکي حکومت هم په لوړه سویه د طالبانو ملاتړ کوي.

د پاکستان دیپلوماتیکو سرچینو د لندن سکول اف اکنامیکس د تحقیقاتي انستیتیوت راپو کمزوری وباله او ویې ویل چې له افغان طالبانو سره هرراز خبرې د افغانستان له حکومت سره اړه لري.

خو راپور وايي چې افغان او لوېدیځ امنیتي چارواکي وايي چې پاکستان دوه مخې پالیسي پرمخ بیايي.  د دغه تحقیقاتي مرکز په وینا دا راپور یې د طالبانو له قومندانانو،پخوانیو طالب مشرانو او وزیرانو،همداراز له لوېدیځو او افغان امنیتي چارواکو سره د مرکوپراساس چمتو کړی دی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery