يو خبريال د ټاکني يو مرکز ته ورغی او هلته يوغټ مټ او پنډ سړي ته چې د سپيني لونګۍ سره يې سره کرايي نکټايي تړلې وه نژدې شو او د هغه نه يې وپوښتل :
- کولای شې د دی ټاکنو په هکله مالومات راکړې؟
- بسم الله ....... دا ټاکني پارلمان ته د استازو د ټاکلو په خاطر دي او هر چا چې زموږ شرايط پوره کړی وي کولا ی شي ځان کانديد کړی .
- مقصد مو زموږ د شرايط نه څه دی؟ او دا شرايط کوم دي؟
د کانديديد پر شونډو يوه ساختګي موسکا خپره شوه او ويي ويل :
- د دولت شرايط خويوازی خلک ختايستل دي .خو زموږ تر مينځ شرايط بيا دا دي :
هر چا چې د يولک نه کم وژلي وي هغه کشران دي بايد ځانونه ولسي جرګې ته کانديدکړي او هغوی چی د يو لک نه زيات وژلي وي هغوی بيا مشران دی په اينتساپی(انتصابی) توګه اتومات مشرانو جرګې ته ځي.
بيا يې خوله ده خبريال غوږ ته نژدې کړه او ورو يې وويل : ستاڅخه دی پټه نه وی ما تراوسه يو کس کم يو لک جنت ته استولي دي .
- په دې کلي کي څومره خلک د رايو ورکولو حق لری اوڅو کسو ځان کانديد کړی ....؟
کانديد بيله دی چی سوال تر اخيره واوري وويل :
- دلته لس زره کسان اوسيږي او شلو کسو ځان کانديد کړي دي ګر چی دوه- درو آزادو چوبکيانوشودګانو هم ځانونه کانديد کړي دي خو زه هم لکه نورو هغوی نه شمېرم . هغو يو هم نه دی وژلی !!
او د ځان غولولو لپاره يې ځانونه کانديد کړي دي
- داسي مالوميږی چه تاسو هم ځان کانديد کړي دی، څومره ډاډه ياست چی تاسودا مقام ګټۍ؟
کانديد په خپله نکتايی لاس تير کړ اووې موسل:
- هو بلی! دا خلک وايی چی وکيل، وزير – مزير چيه کولای شي اوزه له ماشومتوبه د دی کار سره يوه خاصه مينه او علاقه لرم .
. او بيا يې په لوړ ږغ زياته کړه:
او د پوښتنی د دوېمی برخي په هکله دی بايد ووايم شکر با سواده خو به يې ،او په حساب خو به پوهيږې، لس زره پر شلو کسو ووېشه ، څلور سوه کيږی .
له غروره ډکی يوې خندا وروسته يې زياته کړه: زه څلور سوه موسله سړي لرم او يو بل تن که په ختا اوساوه (سهوه) هم يوه رای راکي نو بيله شکه زه غوره شوی وکيل يم
- که دی ونه ګټل؟
- خوله دی سمه ښوروه !که می ونه ګټل بيا نارې او چيغې واهم وايم تګي برګي شوې ده بيا هرو مرو کوم وزارت - مزارت يا د رييس جمهور مرستيالی خو راکوي
- که يې در نه کړه؟
کانديد وکيل، خبريال سر تر پايه د خريدار په سترګوتر نظر تير کړ ژبه يې پرخپلو وچو شونډو تيره کړه او ويې ويل :
- يو بل کس وژنم
او کرار يې د خبريال په غوږ کي وويل :
خوبايدمنشوره (مشهور) سړی وی ځکه دولت ساده - ماده خلک نه حسابوي .
او په لوړ ږغ يې زياته کړه :بيا اتومات مشرانو جرګې ته ځم
بيا يې د خبريال نه ورو د راز په ټوګه وپوښتل:
- ته خو به منشوره يې!
- بلی زه په يوه بين المللی راديو که کار کوم ټوله دنيا می پيژني
- ډير ښه !که ته خپل آدرس راکړې ډير به خوشاله شم.
خبريال خبره تېره کړه او ويې پوښتل:
- که تا وګټل او ودی نه شوی کولای خلکو ته خدمت وکې آيا د ګناه احساس به و نه کې؟
- نه بابا کومه ګناه! دا چی چا کار کړۍ او چا نه دی کړۍ نه څوک پوښتنه کوی او نه يې کولای شي زما هم لکه د نورو چپه کول او څملول ډير خوښيږي !
- مننه! ستا د بری په هيله
کانديد د خبريال نه په شوق وپوښتل:
- که دی خپل آدرس راکړې ډيرخوشاله.....
خبريال د کانديد د سترګونه و ډار شو او ورو ورو پرشا شو خو کانديد ورو ورو ورنژدې کېده او په زاريو يې همدا هيله کوله :
- ډيره مهربانی به مو وی که مو آدرس....
خبريال په منډه شو په منډه منډه يې شا ته کتل او ويل يې:
- نه نه نه لرم، زه آدرس نه لرم ،
کانديد پسې نارې واهلې:
ـ د تيلفون نمبر.....
ـ نه نه....
- دبل کوم منشور انډيوال نمبر
- نه نه
خبريال په منډه منډه ځان هوايی ډګر ته ورساوه بيرته بهر ته وتښتېد. اوهلته يې خپل يو انډوال ته يې چې د ده پر ځای راتۍ د نصيحت په ټوګه په نهيلۍ په غټو غټو سترګو ورو وويل : ګوره هغوی بيرته راځی بيا چپه چپه کول ......
بيا يې خپلي ناړي تيري کړی او په خوابدۍ يې انډيوال ته وويل: پام کوه !خپل آدرس چا ته مه ورکوه،ژر راتښته!
انډيوال يې په الوتې بڼه او لندو سترګو ورته وويل:
حق را پل که