مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-01   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

AFP:د جنرال تګ د طالبانو دریځ

 

د جنرال تګ د طالبانو دریځ


سرچینه:فرانس پرس 

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د امریکا جمهور ریس د ځان او رژیم پر وړاندي په افغانستان کې د خپل قوماندان د منفي څرګندونو په سبب جنرال ستنلي مک کریستال له دندې ګوښه او پر ځآی یې دیوید پتریوس د نوي قوماندان په توګه وټاکل .

دغې موضوع په نړیوالو رسنیو کې په پراخه کچه خپراوی وموند.

فرانس پرس هم په دې باب یوه لیکنه کړي چې ځيني مهمې برخې یې درته را اخلو.

فرانس پرس د کرستال د بدلون په اړه د طالبانو دريځ را اخیستی دی .

چینل لیکي چې طالبان ویلي چې د جنرال ستنلي مک کریستال ګوښه کیدل هغوي ته اهمیت نه لري او په افغانستان کې به د بهرنیو سرتیرو پر وړاندي خپل مقاومت ته تر هغه دوام ورکوي تر څو چې دغه سرتیري له افغانستان څخه نه وي وتلي.

فرانس پرس د طالبانو د ډلي ټپلې له نطاق یوسف احمدي نه په نکل کاږي چې مونږ ته فرق نه کوي چې کوم یو قوماندان وي پتریوس که مک کرستال .


قاري یوسف ویلي چې طالبان به د هغوي پر وینا د خارجي عسکروتر وتلو پوري په افغانستان کې خپل مقاومت ته دوام ورکوي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ واشنګټن په افغانستان کې خپل جنرال بدل کړ.

نوموړی جنرال د کرزي د عسکر په نامه یادیده او له همدې امله اوبهاما پرې نیوکه وکړه.
قاري یوسف په کرزي انتقاد کړی چې په بي ننګۍ سره د امریکا له ولسمشر بارک اوبهاما څخه غواړي چې جنرال کرستال په خپله دنده پریږدي.

طالبان چې د ناټو پر وینا تیر کال یې پوره هڅه دا وه چې له ولسي خلکو د ډال په توګه کار واخلي او د خارجي عسکرو په عملیاتونو کې دغو خلکوته د سر او مال د زیان د اوښتو له کبله پرې نړیوال ا نتقادونه را وپاروي، جنرال کرستال د طالبانو د دغې ستراتیژۍ د مهارولو لپاره مهم اقدامات په لاره واچول او تر ډیره بریده یې دولسي افغانانو د مرګ ژوبلې مخ نیوی وکړ.

فرانس پرس آژانس لیکي چې چنرال کرستال یو با تجربه عسکر وو چې په افغان ماموریت کې یې ډیري خلا ګاني پټي کړي او د امنیت د راوستلو لپاره یې له کرزي سره په ګډه هغسي ګامونه پورته کړل چې تر ډیره برید د افغانانو لپاره قناعت بخش ول.

By Mirwais Jalalzai

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery