مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-31   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Examiner: د افغانستان لپاره د KGB او CIA حل لاره

سرچینه: ایکزماینر اخبار

ترجمه او ترتیب: میرویس جلالزی

د امریکا په استخباراتی اداره کی د افغانستان د چارو عملیاتی پخوانی مشر جک دیون چی 25 کاله مخکی یی شوروی ته په افغانستان کی شکست ورکر او د روسیی د KGB جنرال اولگ کولگین په افغانستان کی د موضوع د حل لپاره یو شان حل لاره وړ اندیز کوی.

هغوی دوا ړه دوه و ړاندیزونه لری.

1. د قوی د استعمال پر ځای د مخفی عملیاتو زیاتول .

2. ژر تر ژره دحامد کرزی بدلول  ( له دنندی لری کول).

د امریکا د استخباراتو دغه عالی رتبه مقام شاغلی دوین ویلی د امریکا هغه پلان چی غوا ړی په 2011 کال کی له افغانستان نه خپل سرتیری وباسی د دی لامل کیدای شی چی د حامد کرزی حکومت سقوط وکړی.

هغه و ړاندیز کوی چی امریکا باید سره له اوسه دافغانستان په دننه او خارجی کی له هغو افغان مشرانو سره ارتباط قایم ک کړی چی د کرزی له سقوط وروسته پری خلک باور کولای شی اود هغوی حمایت به وکړی .

نوموړی وایی چی دغه کار به افغانستان د القاعدی لاس ته له لویدو وژغوری او هغه ماموریت به خطم نه شی چی داسامه بن لادن د نیولو لپاره 9 کاله دمخه پیل شوی دی .

خو د KGB متقاعد جنرال شاغلی کولوگین چی له 1993 کال راپدی خوا د امریکا تابیعت لری وایی چی امریکا باید په افغانستان کی بله حل لاره پیدا کړی .

هغه وایی چی واشنگتن باید د کرزی د مفسد رژیم د چارواکو لپاره نوی جان نشینان پیدا اومشخص کړی  .

هغه وایی چی که له ما نه مشوره واخیستل شی نو زه به د کرزی په مقابل کی یوه داسی قوه جوړه کړم چی د اداری فساد پر ضد، د تروریزم پر ضد او نورو ستونزو پر ضد مبارزه وکړی .

هغه وایی چی د کرزی په مقابل کی باید داسی سیاسی  مخالفین را پیدا کو چی تر کرزی لبرال، تر هغه لوستی، تر هغه زیات د غرب وفاداران، تر هغه زیات صادق او د اعتبار ور وی .

هغه وایی چی دغه کسان به دلته په امریکا کی او د نړ ی په نورو برخو کی وموندلای شو .

خو شاغلی دیوین بیا وایی چی د امریکا دولت باید له قومی مشرانو سره ارتباط زیات کړی چی په دی برخه کی د امریکا استخباراتی اداری CIA لا وختی له یو شمیر افغان قومی مشرانو سره ارتباط محکم کړی دی .

دیون وایی چی امریکا او په خاصه توگه استخباراتی اداره باید دغه قومی مشران اود طالبانو شاخی مشخصی کړی او د هغوی ملاتړ را جلب کړی .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery