سرچینه: د لندن چاپ ټلګراف ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د لندن چاپ تلي ګراف ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې د افغانستان بیلا بیلو سیمو ته د حقاني د ترهګرې ډلي د ریښو د غزیدو په باب یوه مقاله خپره کړي ده .
ورځپاڼه لیکي چې د حقانې ډله چې له طالبانو او د پاکستان له فوج سره نږدې اړیکې لري په تیره میاشت کې یې څو څو ځله دافغانستان په دننه کې ستر بریدونه تر سره کړل.
د ورځپاڼې په لیکنه چې دغې شبکې د افغانستان له څورلسو جنوب او جنوب ختیځو ولایتونوڅخه یولسو هغو ته خپلې ریښي ور غزولي دي.
اوس واشنګټن پاکستان ته ددغلې ډلي د شکایت له برخې تر ستونې په تنګ شوی او پاکستان هم له حقانې سره په مبارزه کې د امریکا شکایتونو باندي غوږ ندی ګرولی.
ورځپاڼه لیکي چې د دغې شبکې اصلي مرکز میرانشاه ښار دی.
په ختيځ افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو یوه قوماندان ټلګراف ورځپاڼې ته ویلي چې د حقانې ډلې اوس له لوی پکتیا څخه هان تر کابله پوري خپلې ریښې غزولې او د دغو ولایتونو په اوږدو کې په ډيروسیمو کې ګرځنده ټیمونه او اقامت ځایونه لري.
که څه هم پاکستان، ناټو او افغان چارواکې د ګډو ستونزو د هوارولو لپاره هلي ځلي کوي خو داسي ښکاري چې د دغوشریکانو تر منځ د دری اړخیزو ناستو پایلې د کابل دحکومت د منلو وړ نه دي.
تلګراف لیکي چې د حقان ډله اوس مهال په شمالي وزیرستان کې د موټرو، قیمتې کاڼو او ځمکې له سوداګري څخه پيسې تر لاسه کوي.
د لندن چاپ تلګراف ورځپاڼه لیکي چې سراج الدین حقانې او د هغه ورور بدرالدین حقانې چې دمشر حقانې زامن دي آشتي ناپذیره انسانان شمیرلای شو.