مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-11-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ۱۹څخه کم عمره ملي لوبډلې دغوراوي وروستۍ پړاو

جواد

د کابل کرکټ په ملي سټډیم کې د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې د غوراوۍ سیالۍ اخري پړاو  ته ورسیدلې. په دې سیالۍ کې د ۵۰۰ څخه ۷۰ غوره لوبغاړو لوبه کوله چې په پنځه لوبډلو ویشل شوې و.
د افغان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوۍ کمیټه  په دې سیالۍ کې د ګډون کوونکو په لوبه کولو فکر کوي، د منډو د کتاب له مخې به دا لوبغاړي  د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه په کم عمره لوبډلو ویشل کیږي.
افغان کرکټ بورډ د ۵ ورځې سیالۍ وروسته د ۷۰ لوبغاړو څخه  ۲۶ تکړه لوبغاړي چې په دې سیالۍ کې ځلیدلي و غوره کړل، افغان کرکټ بورډ دا ۲۶ لوبغاړي د لوبو کولو لپاره د پاکستان هیواد ته لیږي چې دوه لوبې د پښتونخوا او دوه لوبې د ایبټ اباد د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلو سره کوي.
لومړۍ دوه لوبې د پښتونخوا د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلو سره د نومبر د میاشتې په ۱۱ او ۱۲ نېټه کوي، دوه نورې لوبې به په ایبټ اباد کې د نومبر په ۱۳ او ۱۴ نېته د ایبټ اباد د ۱۹کلنو څخه کم عمره لوبډلې سره ترسره کوي.

افغان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې په دې ۲۶ لوبغاړو کې چې هر لوبغاړی ښه وځلید د منډو د کتاب له مخې به د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلې ته لاره پیدا کوي.
د ۷۰ څخه نور پاتې لوبغاړي چې په دویمه درجه ښه ځلیدلي دي هغوی به د افغان ۱۹کلنو ای لوبډله ته لاره پیدا کوي.

په دې ۷۰ لوبغاړو کې چې کوم لوبغاړي په دریمه درجه ځلیدلي وي کرکټ بورډ د هغوی څخه  د ملي کرکټ  اکاډمۍ  د ۱۹ کلنو څخه  کم عمره لوبغاړو لوبډله جوړوي او پاتې نور لوبغاړي به د افغانستان کرکټ د  زونونو په لوبډلو کې شاملوي.

افغان کرکټ بورډ د لومړي ځل لپاره د ۵۰۰ لوبغاړو څخه ازموینه واخستله، په لومړي پړاو کې یې ۱۲۰ او د غوراوۍ په دویم پراو کې یې د۱۲۰ څخه  ۷۰ لوبغاړي غوره کړي و.

افغان کرکټ بورډ د افغانستان ولابتونه د کرکټ د پرمختیا لپاره په پنځه زونونو ویشلي چې په لاندې ډول دي:
۱: بست زون ( کندهار، هرات، غور، هلمند، فراه، نیمروز، زابل، روزګان).
۲: بند امیر زون  ( کابل، کاپیسا، پروان، وردګ، پنجشیر، بامیان).
۳: امو زون ( کندوز، تخار، جوزجان، بدخشان، بلخ، بغلان).
۴: مس عینک ( خوست، لوګر، پکتیا، پکتیکا، غزني).
۵: سپین غر ( ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery