لودين
د هيواد په پلازمينه كابل كي د كركټ د دوو سياليو په لړ كي كندهار او سويلي زون لمړي مقامونه تر لاسه كړه .
لمړۍ سيالۍ چي اووه ورځي مخكي د هيواد د اتو تكړه لوبډلو تر منځ په لاره اچول سوي وي نن يي پايلوبه د كندهار او ننګرهار ولايتونو تر منځ تر سره سوه .
د لوبي په پليدوكي پچه كندهار وګټل او توپ وهل يي پيل كړه .
كندهار د نهو لوبغاړو په سوزيدو سره ۱۳۸ منډي جوړي كړي چي ننګرهار ته يي ۱۳۹ منډي هدف وټاكه .
وروسته ننګرهار لوبه پيل كړه چي د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره يي په اتلسو اورونو كي ۹۷ منډي جوړي كړي چي په دې سره لوبه كندهار وګټل او لمړى مقام يي تر لاسه كړ .
د كركټ بله سيالي چي هم په پلازمينه كابل كي د هيواد د اتو زونونو د پنځلس كلنو ځوانانو تر منځ پيل سوى وي نن يي په پايلوبه كي د جنوب لويديځي حوزي اړوند د بست په نوم لوبډلي د مس عينك په نوم لوبډلي ته په ماتي وركولو سره لمړى مقام تر لاسه كړ .
لمړى لوبه د بست لوبډلي پيل كړه چي د اتو لوبغاړو په سوځولو سره يي مس عينك لوبډلي ته ۱۳۶ منډي هدف و ټاكه خو مس عينك د ټولو لوبغاړو په سوځولو ۵۷ منډي جوړي چي د مس عينك لوبډلي ته د ۸۵ منډو په توپير سره ماتي وركړه او په دواړو سياليو كي د لوى كندهار لوبدلو لمړي مقامونه تر لاسه كړه .
په كندهار كي د كركټ بورډ مشر عبدالولي امين بينوا ته وويل چي د كندهار او بست لوبډلي په دي سياليو كي ډيري ښي وځليدلي او ټولو لوبغاړو يي په صداقت او ښه قوت سره لوبي وكړي .