مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

درباري غوړه مالان

اټک يوسفزی / کامه
درباري  ټوکيان  او غوړه  مالان
د يو ډېر خوار او ځار  ملک پاچا و او  دومره   غوړه  مالان  ترې  راټول  ول ، چې   په  شته سترګو او غوږونو ، يې ړوند او کوڼ  کړی  و ،  غوړه  مال  چې  به په  خاص  مهارت  دشپې  وويل  چې  صيب  ورځ   ده  پاچا  به  هم  وويل  هو  ورځ  ده ، او کله  به  يې چې  په  تکه سپينه   ورځ   کې  وويل  چې  صيب  څه  ښه  تکه  توره   شپه  ده ، نو  ړوند پاچا  به  پرته له  کوم  ځنډه   وويل هو   ولا٠
د پاچا  چې  به کله  طبيعت  لږ   خټه  شو ، نو  وزيرانو او غوړه  مالانو  به  ورته  سم  له  واره  يو  درباري  ټوکي راغوښت  او په  ټوکو ، ټکالو   به  يې طبيعت   وربرابر کړ ٠
داځل درېيمه   ورځ  وه  چې د  پاچا  په  سر  داسې  سخت  درد  و  چې  نه  ځمکې  ځای  ورکاوه   او  نه  هم  اسمان ته   الوتلای  شو٠
درباري   ټوکيان  يې   په  خندولو  زياتي ستړي  شول ، خو د  پاچا  درد  نه   ښه  شو او نه  هم   کم  شو٠
يوه  غوړه مال  امر  وکړ  چې  د پاچا د  سلامتۍ او د صحت  په  خاطر دې  يو نوی  ټوکي  د کوم   بل  ښاره  راحاضر  کړی   شي،  د پاچا  په  تخرګ کې  د ناست  غوړه  مال  امر  و ، د سترګو  په  رپ  کې  نوی  ټوکي  راحاضرکړی  شو٠
ټوکي  چې  څنګه د  پاچا  تک  ژېړ   مخ  ته  وکتل ،  مخکې  له دې  چې  خپله  خوله  په  ټوکو  پرانيزي ، پاچا يې تر لاس  ونيوه  او په  نبض  يې  ورته  ګوتې   کېښودې  او بيا يې  ترې  وپوښتل : د  پسونو او چرګانو کبابونه مو له   وازدې  او  پيپړو  پرته  خوړلی   ؟
پاچا وويل :  هو   زما  يوازې  سورخي خوښيږي ٠
ټوکي  دويمه  پوښتنه :  صيب  د سهار چای  او سبناري   کې  مو څه  خوړلي  دي  ؟
پاچا وويل :  زه  هر  وخت  کباب  خورم ،  بيا  يې  ټوکي  ته  وويل   ولې  ستا  هم  لکه  چې کباب  ډېر خوښ دی ؟ ټوکي  سوړ اسويلی   وويست  او  زياته  يې کړه :  هو خوښ  مې  دی خو په کال  يې  هم  نه  شم  خوړلی ، له همدې سره  يې  پاچا  ته  وويل :  صيب  غم  مه کوئ  زه  ستاسې  په تکليف  اوس  ښه  پوه  شوم ،  فقط  په لس  دقيقو کې  به  مو  ټول تکليف   رفعه  شي  او  له  همدې خبرې  سره  سم  يې  غوړه مال  ته  کړل :  پاچا  ده  خپل   وږي  اوتږي  ملت   دومره   بې خرته  غوښې  خوړلي دي  چې  اوس  هضمولی  نشي ،  ورشه  يو  ګوټ جمالکوټه  ورته ژر   راورسوه   چې  قبضيت  يې  رفعه  او د سر  درد  يې ختم  شي ، ګنې  په ټوکو ، موکو يې  دا  درد  نه  ښه  کيږي ٠
                  
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery