دخپریدو نیټه : 2011-05-05 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
جنسي تېری
اټک يوسفزی
د امريکا د B52 الوتکوو د بېرحمه بمباريو او د ډالرو په بې خرته لوټونو د طالبانو اسلامي امارت ړنګ او په هېواد کې د ديموکراسۍ نوی دور پيل شو، په هر ځای کې د ازادۍ او ديموکراسۍ نعرې سورې شوې او هر چا ته د خپل ترټل شوي حق د غوښتلو جرات او فرصت په لاس ورغی ٠ پدې کې يوه تن د بشري حقوقو ددفتر په واسطه په يوه لوی او زوروره قومندان دعوه وکړه چې ګواکې افرادو يې پر نوموړي د نور ظلم او تعدی برسېره جنسي تېری هم کړی دی ٠ قومندان صيب که څه هم بې سواده او نالوستی و خو د مبارک جهاد له برکته څښتن تعلی دومره شهرت ورکړی و چې کابو هرچا پېژنده ٠
دردېدلې عارض خپله دا کيسه د ديموکراسۍ د اصولو له برکته دومره ګرمه کړه چې ان خبره له چاپي رسنيو نړۍ والو راډيوګانو ته ورسېده ، يوه ورځ مو چې څنګه راډيو بله او ستن مو په خبرونو برابره کړه ، نو د يوه خبريال پوښتنې ته غوږ شوو چې له قومندان صيب نه يې وپوښتل : فلاني په تاسې دعوه کړې چې ګوندې ستاسې ملګرو پرې جنسي تېری کړی ايا دا رښتيا دي ؟
قومندان صيب چې په پښتو هم سم نه پوهېده او بې تعليمه هم و، فکر يې وکړ چې جنسي تېری ښايي ظلم ، زور او ناروا ته وايي ، نو له لږې چپتيا وروسته يې خبريال ته په ځواب کې وويل : زما مجاهدينو په هيچا جنسي تېری ندی کړی ، بلکې خلکو په موږ جنسي تېري کړي دي ٠ د ټولو ، نه اول په ما خلکيانو بيا پرچميانو او بيا طالبانو جنسي تېری کړی دی ، نو ځکه د خپل حق پخاطر غره ته وختم او مقاومت مې وکړ٠
کامه