دخپریدو نیټه : 2012-03-18 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ارګ او زنګاوات !
اجمل اټک يوسفزی
کابو دشپې درې بجې به وې چې پاچا د رموټ کنټرول تڼۍ کېکاږله ټلوېزيون يې مړ کړ او تلتک يې پر ځان راښکه او سمدواره يې سترګې پټې شوې خدايزده چې څه به يې کرل او رېبل چې ناببره د کور ټلفون وکړنګېده ،پاچا وارخطا منډه کړه او ټليفون يې پورته کړ د بلې سره سم کوم چا ورته وويل : صيب ستا انډيوالانو او ساتوونکيو بيا په کور بريد کړي ښځې او کوچنييان يې ټول ووژل ٠ پاچا د خوبه و او بې خوبه هم و ، په خبر يې سر سم خلاص نه شو ټليفون يې پر ځمکه وغورځاوه او ژر يې د ميرويس خونې ته وځغاستل ګوري چې نازولی ځوی يې په توده خونه کې ښه بې غمه په درانه او خواږه خوب بيده دی ، ژر يې شکر وويست بيده ميرويس جان يې پر مخ بې شماره ښکل کړ ٠ اسوېلی يې وويست او ورو يې وويل: شکر چې بلا وه او برکت يې نه و٠ ځه خير دی زنګاوات ته به بيا سبا په قراره يو هيت د تحقيق او پلټنو دپاره ور واستوم او اوس به په ارام زړه لږ خوب وکړم٠
/ کامه