مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-07   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زخمي طوطي

اټک يوسفزی / کامه
يوه ورځ يو ښکاري د مېوو په ډک باغ ورننوت په بيړه بيړه يې هر خوا لومې خپرې کړې د قسمت کار و ، د ښکاري په لومو کې يوازې يو تک شين توتي او بل تک تور کارغه راګېر شول ، ښکاري هم په منډه منډه دواړه په يوه پنجره کې سره واچوال او پخپله مخه روان شو٠ څو ورځې تېرې شوې ښکاري ته فکر ورغی چې ، ياره توتي خو خبرې هم کولای شي ، بڼه او سيکه يې هم ښکلې ده ، نارې او غږ يې هم په غوږونو ښه لګېږي او په ښې بيعې او قيمت هم ارزي ،او بد شکله کارغه خو نه چندانې سيکه لري ، نه يې غږ ښکلې دی او نه کومه ټکه ارزښت لري ، زه څه لېونی يم چې هسې پرې وړيا دانې خوروم ، په همدې خبرو کې مسکی شو ، عجب کار دی توتي ته ګوره چې په پنجره کې خواړه نه خوري ، هره ورځ په خپلو وينو رنګ وي او د پنجرې نه د وتلو هڅې کوي مګر د کارغه بيا هيڅ چرت نه دی خراب ، په پنجره کې يې لا اشتيا صافه ده ٠ په همدې خبرو کې پنجرې ته راورسېده او غوښتل يې چې کارغه له پنجرې ايله کړي او زياتي ځان د کارغه له اضافه مصرف نه خلاص کړي ، په همدې ترڅ ګورې چې د پنجرې څو سيمان کاږه واږه شوي او د شين توتي پر سرو وينو رنګ دي ، څو سرې او شنې بڼکې پرتې دي او توتي الوتی دی ٠ ښکاري ډېر خواشينی شو يو سوړ اسوېلی يې وويست او بيا يې کارغه ته د پنجرې دروازه خلاصه کړه چې والوځي ، ښکاري ډېر انتظار وکړ مګر کارغه له پنجرې وتل نه غوښتل او د ازادۍ تر نعمته يې وړيا دانې غوره ګڼلې٠
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery