مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-11-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زمزمې

مصطفی صفا
ما د هستۍ د وسعتونو پرمخ ځان ليدلی. زما د سترګو په حريم کې د نظر او د اثر تلوسه لکه د لمر د وړانګو فصاحت داسې ده. ما د عدم له جزيرو نه لرې، د خپل وجود په ځمکه ځان ليدلی. ما د هندارو په غياب کې خپل تصوير ته په شېبو شېبو کتلي. نو ما پرېږدئ! چې په هسکو غرو کې هغه زمزمه شوې ټپه شم، چې د هرکمره، د هرګړنګ او هرې وچې پرښې سره مې غږ تکرار شي. ما پرېږدئ، چې د سپېرو شګو او کمرو په چاکوکې نويو رابوټېدلوګلونو ته د شمال په وزرونو کې وخېژم، والوزم، راوالوزم او د ګلونو د پاڼو په سيوري کې مې سوز او ساز له وږمو سره ګډ شي. کله چې د باد په ژبه پسرلی غږېږي او د زمان په حنجره کې ترنم جاري وي. کله چې ددې ژورو درو په سر باندې رالوتې ورځې ځان راښيي او لکه سپينې ورېشل شوې پنبې تارونه اچوي او د غرو په څوکو اوړې راوړي، نوما پرېږدئ! چې زه د غرونو پژواک شم، زه غرنی شم او له دې هسکو څوکونه د کايناتو په مرموزه تماشه کې خپل خيال وپالمه، احساس شم، څرک شم، د شېبو په زاويو کې وزانګم او نور پرېمانه او پرېشانه خاموشيو ته دا غرونه يوازې پرې نه ږدمه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery