مرسته
|
دپاڼي نقشه
|
ننوتل
کورپاڼه
اسلام ا ومذهب
دکلام الله پښتو تفسیر
نبوي احادیث او شرحه
ستاسي سوالونه زموږجوابونه
اسلامي لارښووني
اسلامي اخلاق او تربيه
مذهبي ليکني
بريښنايي کتابتون
دپښتو ژبي اړوند کتابونه
سياسي او ټولنيز کتابونه
شعري او تيوري کتابونه
ناولونه او کيسه يز کتابونه
دتاريخ څيړنيز کتابونه
اسلامي او مذهبي کتابونه
بېلابېل پښتو کتابونه
کلتور - ادبیات
پښتو شعرونه
لنډي کيسې
طنزونه او ادبي ټوټې
پښتو لنډۍ
پښتو متلونه
هنري معلومات
نوي چاپي اثار
دنړۍ عجايب پېښي
نومیالي
ملي او تل پاته څهرې
لیکوالان
دبېنوا دکال غوره لیکوال
ژورنالیستان
موسیقي - ږغونه
موسیقي
شعرونه په ږغ کي
لنډي کيسې په ږغ کي
پښتو ساده نغمې
کمپيوټر
کمپيوټر پوهنه
تخنيکي ستونزي او حل لاري
دکمپيوټر اړوند خبرونه
پښتو سيسټم(Download)
پښتو ليکبڼي (Fonts)
Microsoft Pashto Update
له 98 څه XPته اړول
ستاسي نظرونه
ارشيف
دخبرونو ارشيف
ليکني او شنني
مرکې او ګزارشونه
نړيوال مطبوعاتوته کتنه
دعلمي څېړنو ارشيف
خبرتياوي اواعلانونه
ساینس او روغتیا
بدني روزنه (سپورټ)
زموږ په اړه - اړیکي
بېنوا - Benawa Network
دبېنوا پاڼي کلیزي
دبېنوا تجارتي کړنلاره
دبېنوا پاڼي تګلاره
زموږ سره اړیکي
دخپریدو نیټه : 2012-12-01 م
خپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
خوب مې وليد
اټک يوسفزی
ګورم چې د يوه ښکلي ښار کوڅې له خلکو تشې دي ،دېوالونه ټول سوري سوري او په راکټونو ړنګ شوي دي ، دښار لوی او پاخه سړکونه ټول کنډ او کپړ و،پر لارو ځای ځای قبرونه ول له شنو او سور جنډو ښکارېدل چې همدلته ځای پر ځای شهيدان شوي او خلکو د لېوانو له ډاره سم له واره د لارې او د سړک تر څنګ په بيړه ښخ کړي دي او يا ښايي يوازې وينې وې چې خلکو پرې خاورې را اړولې وې او جنډې يې پرې لکې کړې وې٠
خلک مې وليدل د چا يوه پښه نه وه او له چا دواړه غبرګې پښې غوڅې شوې وې ،د چا پر مخ د جنګ نښې او ټپونه ښکارېدل او د چا پر څټ ، سر او لاسونو د مردکيو ښاپونه ښکاره کېدل٠
د لارو په اوږدو کې پاکې حورې او ښکلې ښاپېرۍ ناستې وې څوک بوقره کې رانغښتې وه او کومه يوه يې په لوی څادر کې تاواه راتاوه ناسته وه او کوچني به يې تر څنګ خاپوړې کولې ، دغو حورو له حيا پورته نه ليدل خو له هر لاروي يې دا هيله کېدله چې د کوچنيانو د نفقې له پاره يې يوه ټکه غوړېدلې ځولۍ ته ورواچوي٠
موټر روان و او زه سوچونو لاهو کړی وم يو ځای ته ورسېدو ګورم چې نوي نوي ښکلي قصرونه دي ، ژر مې له موټروان نه پوښتنه وکړه چې استاذه دا کوم ځای دی او په دې وران لوټې لوټې ښار کې دا قصرونه د چا دي ؟
موټروان وويل: دا د کابل زړه دی پخوانی نوم يې شېرپور و اوس دا ځايونه دولتي لوړ پوړو چارواکو خپل کړي دي نو ځکه ورته موږ شېر چور وايو٠ ټکسي وان يو يو قصر ته ګوته نيوله او ويل يې دا ګورې دا ټول د جنرال دوستم دي ، هغه د محقق دي ، دا د کريم خليلي دي، هغه دواړه د يونس قانوني دي ، دا بل د ډاکتر عبدالله عبدالله دی ، دا څنک ته شپږ قصرونه يې د مارشال فهيم دي ، دا پورته کوڅه ټوله د شيخ سياف په نوم ده، دا نيمه منطقه ټوله د برهان الدين رباني ده ، هغه د صبغت الله ، هغه د ګېلانييانو او هغه د احمد شا مسعود او هغه د او هغه د، بس استاذ په يوه سا لګيا و٠
زه له ټکسې ښکته شوم منډه مې کړه او په يوه لوی قصر ننوتم بلا ډېرې کوټې لوی سالون ښکلی پخلنځی اخوا دېخوا مې ډېر وليدل خو هيڅوک مې ونه مونده ٠ په منډه دويم پوړ ته پورته شوم بې شمېره فرش شوې کوټې سالونونه او پخلنځيونه ، ښکته او پورته په تلو راتلو زښت ستړی او تږی شوم ، له ډېرې بيړې پخلنځی ته ورننوتم د اوبو نل مې را يله کړ غوشتل مې چې لږې اوبه وڅښکم ، ګورم چې لپه مې له سرو وينو ډکه شوه ژر مې بل نل رايله کړ ګورم چې له هغې هم سرې ويني راوڅڅېدې ، دلته نو نور هم وارخطا شوم ، له وېرې او تندې مې زياتي ژبه راووته مخ په تشناب مې منډه کړه له ډېرې بيړې مې دوه ، درې د اوبو نلونه راخوشې کړل ، ګورم چې د هر نل نه دلته هم وينې راخوشې شوې ، بېرته مې لاندې منډې کړې ګورم چې د قصر غولي کې يو کس سره د اوبو پيپ دی او چمن اوبه کوي ژر مې ورته لپه ونيوه چې تنده ماته کړم ، ناڅاپه مې پام شو چې پيپ نه هم وينې راروانې دي او شين چمن خړوبه وي٠
لاسونه مې بېرته راشاته کړل او له باغوان نه مې د اوبو غوښتنه وکړه ، باغوان ويل دا قصرونه په وينو جوړ شوي دي او زما مالکان خو د اوبو په ځای همدا څښي٠
تازه پورته سوي ...
نانسي میس: طالبان دي یوه ترورستي ډلې په توګه وپیژندل سی
هند افغانانو ته د ویزې ورکولو لړۍ پيل کړې
فغانستان کې پر رسنیو فشار او د خبریالانو ګواښل ډېر شوي
په درو میاشتو کي پنځه نیم لکه افغانانو هیواد پریښی دی
رمضان بشردوست : چارواکو نه یم بندي کړی
څیړونکی ، تاریخپوه او لیکوال همیش خلیل ومړ
په کندهار کي د ماشومانو اختطافونه زیات سوي دي
دپټهانز ( پښتا نه ) دکتاب انګریز لیکوال او تار یخپوه
روزګان ولایت ته د نورو ولایاتو سیلانیان زیات سوی
افغانستان کي بزګران وائې حاصلات لري خو بازار نسته
افغان ملي ویاړونه
دلوی افغانستان ملي قایدستر احمدشاه بابا
ملي مشراوسترمبارز الحاج میرویس خان نیکه
دتوري او قلم نومیالی سترپښتون خوشحال خان
داصفهان بریمن نومیالی افغان شا محمود(هوتک)
ملي اتل غازي وزیرمحمد اکبرخان
دافغانستان ځواک اوپاچا جوړونکی وزیرفتح خان
دخپلواکۍ ګټونکئ غازي شاه امان الله خان
دمیوندحماسه او دکارنامو مېرمن ملاله پېغله
پرافغانستان مين، اتل شهيدمحمددواد خان
Answer Machine : + 1 (518) 5577770
--
USA Tel : +1 20 38 202020
--
AFG Tel : + 93 (786) 909000
--
Director Email : khalid_hadi@hotmail.com
--
Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
کورپاڼه
|
اسلام
|
کتابتون
|
ادبیات
|
موسیقي
|
نظرونه
|
ارشیف
|
اړیکي
Home
|
Islam
|
Library
|
Music
|
Guest Book
|
Archive
|
Contact Us
Benawa.com
Copyright © 2004-2018 All Rights Reserved Powered by:
Benawa Network
Design by: Khalid Hadi Hiadery
Policy
|
site map
|
Advertising with us
|
About us
|
Help