که زه نه وای تابه ځان بلل څوک په پالنګ به دې داهسې در ختل څوک
بدرګه که محبت راسره نه وای یک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک
له کله مې چې د رباب ترنګ اوریدلی او د شپیلۍ په هنرمنده مرۍ کې مې د مینې او عشق له سوزه ډګې ټپې اوریدلي ، نو په وجود کې به مې یو ډول عجیبه خوځښت راپیدا شو ، وده به یې کړم او په ځان کې به یې درګډ کړم ، رباب به راته په ورو ورو سندرې زمزمه کولې او هغې بلې ،، شپیلۍ ،، به راته په پټه پټه د مینې کیسې کولې . خدای شته چې له دې دواړو سره مې ډیره جوړه ده ، ورته له تابه وځم ماته دا دواړه جادوګر غږونه دي . خو نن نه پوهیږم چې څه چل راباندې شوی دی ، د خوشال خان خټک دا شعر مې څوکاله دمخه ده ، ده په کلیاتو کې لیدلی و یا خو به هغه مهال زما ذوق پیکه و او یابه خدازده کومه بله کیسه وه . ډیره موده وشوه چې د ده کلیات مې د ورځنیو بوختیاو له کبله نه و پرانیستي ، خو دادی کلونه کلونه وروسته د خوشال خان بابا دا شعر مې د نړۍ دفطرت په یوه اشنا ، خو په یو ناشنا غږ کې واورید ، چې رباب او شپیلۍ یې بدرګه کوله . هنر له هنر سره ګډول څه اسانه کار نه دی . که د خوشال له هنر نه راپریتوتي دا غزلیز توري همداسې د کتاب پرمخ پاتې وای او د پښتو دوتلي سندرغاړي ډاکټر فطرت ناشناس په مرۍ کې نه وای زمزمه شوي ، نو هماغسې به د کتاب پرمخ پاتې و او یواځې لوستونکو او کره کتونکو ترې ګټه اخیسته ، د خوشال بابا د اشعر ناشناس ډیر سندریز کړی دی ، په اوریدو یې ها د چا خبره سړی نه مړیږي ، کاشکی ناشناس دخوشال بابا ډیر داسې نور غزلونه په خپل غږ نازولي وای ، خو اوس خبره له خبرې تیره ده ، ناشناس له سندرو مرور شوی دی ، ده له سندرو سره مخه ښه کړې ده او د نومیالي خوشال بابا له لاسه هم توره او قلم پریوتي .
|