مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نیمګړې ژوند‎‎

قیوم قیومي
****
انسان د ورځینیو کارونو په تر سره کولو کښې دومره مشغول وی ، چې د بل چا پوښتنه خو څه کوي ځینې وخت دا ځان پوښتنه هم نشې کولي ، څومره چې وخت تیریږي دومره د انسان د ژوند لپاره وسایل او تر څنګ یې مسایل هم زیاتیږي ، انسان هڅه کوي چې په کم وخت کښې ډیر څه په لاس راوړی ، دا چې د ژوند شیبې ورته شمار ورکړل شوی دي ، بعضی وختونه انسان ته ډیر څه ورکړي او ځینې یې پخپل لاس په خپله د هوا څپو ته سپاری ، انسان له ځانه سره لوی روښانه فکرونه ‎‎ کوي د ځینو فکرونه دنیاوي او د ځینو آخیراتې پدې کښې داسي وګړی هم وی چې دواړه سوچونه پخپله تګلاره کښې ساتې ځینې انسانان د هدف د ټاکلو په موخه ځان ته لوی تګلاره جوړه وي ، لیکن هغه ته معلومه نوی چې زما سفر په ماښام یا د سحر د وړانګو د ښواریدو سره سم ختمیږي ، دغه خبره واضحه ده چې پدې دنیا د مسلمان هر یو خواهش ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎نه پوره کیدونکي ده او هر یو به له ځانه سره د نیمګړو آرمانونه ډکه ځولۍ هغه دنیا ته وړې .!!
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery