دخپریدو نیټه : 2014-11-19 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
سمایل پلیز
زبیربابکرخېل
د نوي ډهلي یوه لوکس رسټورانټ ته له یوه نیپالي او یوې هندۍ خبریالې سره
ولاړم.له کښیناستو سره سم، د رسټورانټ کارکوونکي د میز پر سر ایښودل شوې
شمع بله کړه. آرامه او زړه راښکونکې نغمه غږیده. د فکري آرامتیا لپاره یې
داسې ګروپونه لګولي وو چې نیمه تته رڼا یې کوله. نورو میزونو ته مې پام
شو: ډیری میلمانه یې پیغلې او ځوانان وو. هره خبره یې په خندا بدرګه
کوله،څیرو یې د خوشحاله او ارامه زړونو حال بیانوه.
د کامرې فلش وپړکید او بیا ور سره سم وویل شول: نه نه، یو بل
واخله،زما نوم یې واخیست: ( یار، سمایل پلیز! )
د نیپالي ملګري غږ و، خو زه له دې ځایه ډیر لرې تللی وم. خپل وطن کې وم.
نو څنګه موسکی شوی وای؟ زه خو له خپلې کیمرې سره د چاودنې په سیمه کې
ګرځېدم. هلته پرې شوي هډونه او سوزیدلي جسدونه خواره واره پراته ول. پر
زمکه وینې، څپلکې، لونګۍ، د سودا ګانو کڅوړې او … لیدل کېدې.