مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-08   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشرغني په خوست کې د ځانمرګي برید او اداري فساد د څېړلولپاره دوه کمېسونونه ټاکلي

احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني په خوست کې د وروستي ځانمرګي بريد د پېښې او د اداري فساد د څېړنو لپاره کميسيونونه ګومارلي دي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د خوست له هغو مشرانو او مخورو سره وکتل، چې په دغه ولايت کې د وروستي ځانمرګي بريد د پېښې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره د خواخوږۍ د څرګندولو، د بيړنۍ مرستې د ترسره کولو او د شته ستونزو د سملاسي حل لپاره، د ده له خوا دغه ولايت ته استول شوى و. په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د خوست ولايت د خلکو د غوښتنو په پام کې نيولو سره په دغه ولايت کې د موجودو ستونزو د بنسټيز هواري لپاره د خوست د مشرانو او مخور په ګډون دوه جلا جلا کميسيونونه وګمارل. سرچينه وايي، له دغو کميسيونونو څخه یو به يې په دغه ولايت کې وروستۍ رامنځته شوې د ځانمرګي بريد پېښه او بل يې د اداري فساد عوامل وڅېړي او د خپلو موندنو په اړه به جمهوري رياست ته راپور وړاندې کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery