مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-11   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

کندهار پوهنتون لمړی مقام په درنه غونډه کې ونمانځل سو .

benawa afghanistan
احمد لودين : کندهار
د کندهار پوهنتون علمي مرستيال انجينر عبدالتواب بالاکرزي د خپلي وينا پر مهال زياته کړه ، چې پوهنتون يې د ټول هيواد په کچه د کيفيت په برخه کې لمړی مقام خپل کړی دی او هڅه کوي ، چې دا ډول بل وياړ د سيمي په کچه خپل کړي .
کندهار پوهنتون د ټول هيواد په کچه د کيفيت د تضمين په برخه کې لمړی مقام خپل کړی دی او نن يې په کندهار کې په وياړ ستره غونډه جوړه سوي وه . د دې پوهنتون چارواکي وايې ، هڅه کوې چې د کيفيت د لوړولو په برخه کې د سيمي په کچه ښه مقامونه خپل کړي. په غونډه کې د ولايتي چارواکو تر څنګ د کندهار پوهنتون سلګونو محصلينو او استادانو ګډون کړی وو . د کندهار پوهنتون علمي مرستيال انجينر عبدالتواب بالاکرزي د خپلي وينا پر مهال زياته کړه ، چې پوهنتون يې د ټول هيواد په کچه د کيفيت په برخه کې لمړی مقام خپل کړی دی او هڅه کوي ، چې دا ډول بل وياړ د سيمي په کچه خپل کړي . نوموړي زياته کړل ، ددې وياړ نتيجه دا ده ، چې د تير يوه کال پر مهال پوهنتون ته ورکړل سوي معيار پوره سوی دی او د پوهنتون د ادارې په ګډون د پوهنتون استادانو هڅه کړې ده چې خپل تدريسي پلانونه ښه جوړ او بيا يې په عملي ډول تطبيق کړي . د نوموړي په وينا يې له دې ډول کارونو څخه يې هدف دا دی ، څو په ځوانانو کې د لوړو زده کړو احساس نور هم غښتلی سي ، په چاپيريال کې اکاډميک فرهنګ قوي کړي او د نوښتونو او ابتکاراتو له لاري اصلاحات رامنځ ته سي څو له لاري يې د محصلينو سويه نوره هم لوړه سي . علمي مرستيال وړانديز وکړ ، چې د بوديجي په برخه کې کندهار پوهنتون ته جدي توجه په کار ده او د سيمي د هيوادونو د پوهنتونو د تجربو له مخي دي داسي يوه طرحه جوړه سي ، چې له لاري يې اقتصادي او پايداره پلان جوړ او تطبيق سي . ښاغلي بالاکرزي د هغو استادانو هڅي هم وستايلي ، چې دا مهال په کندهار پوهنتون کې په افتخاري ډول خدمت تر سره کوي . د کندهار سرپرست والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د خپلي وينا پر مهال په اکاډميکه ساحه کې همږغي زياته مهمه وبلل او زياته يې کړه چې کندهار د دې لاسته راوړني څخه برخمن دی . نوموړی د کندهار پوهنتون وروستۍ لاسته راوړني په علمي الفاظو وستايلې او خلک يې و هڅول چې د داسي علمي موسسو د غښتلي کولو دپاره خپل احساس ژوندی کړي . د مراسمو په پای کې د پوهنتون د اړوندو پوهنځيو هغو ريسانو ، مرستيالانو او استادانو ته ستاين ليکونه هم ورکړل سول چې د کيفيت د تضمين په برخه کې يې خولې توی کړی وي . تر تحليلي مراسمو وروسته د موسيقۍ او ټڼګ ټکور پروګرام هم تر سره سو او د پوهنتون دپاره دا ستر وياړ په ترنم او سندرو کې ياد سو . د کيفيت پروګرام يوه نړيواله پروسه ده چې په ۱۳۹۰ کال کي افغانستان هم ترې برخمن سوی دی ، دوه کاله مخکي د کندهار پوهنتون په دې پروسه کې دريم مقام خپل کړی وو او سږ کال يې اول مقام ورکړل سو .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery