مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-19   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په کندهار ښار کې تر اوږده ځنډ وروسته ملي بسونه فعال سول .

benawa afghanistan
احمد لودين : کندهار
پر همدي مهال د کندهار د ترانسپورټ ريس نجيب الله احمدي او د ترافيکو عمومي مدير محمد الله خان د رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل،چې د ملي بسونو د فعاليت پيل يوه اړتيا وه.
په کندهار ښار کې د ملي بسونونو فعاليت وروسته له څو کلونو پيل سو، او چارواکي وايې چې د ملي بسونو د حرکت سره به د ښاريانو ډيري ترانسپورټي ستونزي ليري سي. له بلي خوا چارواکي وايې چې د ملي بسونو د فعاليت لړۍ به نژدي ولسواليو ته هم وغځول سي نن يکشنبه د کندهار والي توريالي ويسا د ملي بسونو د فعاليت د پيل پر مهال وويل چې په کندهار کي په ترافيکي برخه کي او هم په کندهار ښار کي د تګ را تګ پر مهال ستونزي وي ځکه خو د ملي بسونو د فعاليت پريکړه وسوه. نوموړي وويل چې د اوس لپاره به ٤٦ عرادې لوى او کوچني بسونه په ښار کې حرکت ولري او بيا به دغه لړۍ د دې ولايت ځينو نژدي ولسواليو ته هم وغځول سي. پر همدي مهال د کندهار د ترانسپورټ ريس نجيب الله احمدي او د ترافيکو عمومي مدير محمد الله خان د رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل،چې د ملي بسونو د فعاليت پيل يوه اړتيا وه. دوى وويل چې په کندهار ښار کې د ملي بسونو فعاليت به نه يوازي په ترافيکي ګڼه ګوڼه او ترافيکي پېښو کي کمښت راولي ، بلکه خلکو ته به ګڼي اسانتياوي رامنځ ته سي، د هغوى د معلوماتو پر اساس چې په ښار کې د ملي بسونو فعاليت د خلکو سره په کار او نورو برخو کې زياته مرسته کولای سي . ددي بسونو ټوله کرايه لس افغانۍ ټاکل سوي ده ، په ښار کې د ملي بسونو د نه فعاليت له امله خلک د زياتو ترانسپورټي ستونزو سره مخ وه او ښاريان له دولته غواړي چې د ملي بسونو روانه لړۍ جاري وساتي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery