مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-05   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

داعش غواړي د افغانستان له لاري منځنۍ اسیا کنټرول کړي

سید سلام
د ملي امنیت سلاکار مشرانو جرګې ته د امنیتي وضعیت او له امریکا سره د امنیتي تړون په تړاو د توضیحاتو پرمهال وویل، ''داعش'' ډلې ته افغانستان ځکه مهم دی، چې د پخواني خراسان اړوندې سیمې تر خپل یوه ولایت لاندې راولي.د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر مشرانو جرګې ته د امنیتي وضعیت په اړه په خبرو کې تر ډېره په هېواد کې د بهرنیو جنګیالیو په اړه معلوماتو ورکولو ته ځانګړې کړي وې.ښاغلي اتمر وویل، ''داعش'' یو سیمه ییز ترهګر سازمان و، چې په نړیواله کچه یې شهرت وموند، چې د نوموړي په ټکو له افغانستان سره ځانګړې علاقمندي لري او دا ځکه ،چې له دې ځایه کولی شي د منځنۍ آسیا او د افغانستان ګاونډي هېوادونه په یوه کرښه کې راولي او خپل ترهګریز اعمال تمویل کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery