مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-06   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

ديني عالمانو د سولې جدي غوښتنه وکړل او امنتي ځواکونه يې وستايل .

benawa afghanistan
لودين
د غونډي برخوالو په هيواد کې د خلکو او نظام پر ضد هر ډول کړنه وغندل او د دولت د وسله والو مخالفينو يې وغوښتل ، چې له چاونو او د خلکو په ګڼي ګوڼو کې له بريدونو لاس واخلي .
په کندهار کې قومي مخورو او ديني عالمانو د يوې غونډي پر مهال د افغان امنتي ځواکونو څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړ او له دولت يې نه وغوښتل چې خپلي استخباراتي ادارې نوري هم قوي کړي . ويناوالو د سولې د خبرو پر ژر پيل کيدو ټينګار وکړ . د غونډي ويناوالو افغان امنتي ځواکونه د پخوا په پرتله پياوړي وبلل او زياته يې کړل ، چې دولت دي د استخباراتو په برخه کې زيات کار وکړي ، ځکه اوس د جګړې ډول اوښتی دی او استخباراتي شکل يې غوره کړی دی . د سولې د شورا مشرعطامحمد احمدي ، قومي مخور او د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي اغالالي دستګيري او ديني عالمانو د افغانانو دپاره سوله زياته اړينه وبلل او پر وسله والو طالبانو يې ږغ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د سولې ږغ ته د هو ځواب ورکړي . ويناوالو د يو شمير ګاونډي هيوادونو د ديني عالمانو هغه فتواوي هم رد کړې چې په افغانستان کې يې روانه جګړه روا بللې ده . د غونډي برخوالو په هيواد کې د خلکو او نظام پر ضد هر ډول کړنه وغندل او د دولت د وسله والو مخالفينو يې وغوښتل ، چې له چاونو او د خلکو په ګڼي ګوڼو کې له بريدونو لاس واخلي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery