مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-07   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

هند او ایران د چابهار بندرد تاسیساتو پر جوړیدو هوکړه وکړه

احمد فیصل
دغه تړون تېره ورځ په تهران کې د هند د ترانسپورت وزیر نیتین ګدکاري او د هغه له ایراني سیال عباس احمد اخندي تر منځ لاسلیک شو. د دې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان هم له هند سره د اوبو له لارې وصل شي. د افغانستان د سوداګرۍ د خونو مرستیال خان جان الکوزی وایي، د دغه تړون عملي کېدل د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري. د راپورونو له مخې د چابهار بندرد تاسیساتو پر جوړیدو به څه باندې پنځه اتیا میلیونه ډالر لګښت راشي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery